ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې اوو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جوزجان کې اوو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Dec 2018 - 15:20
په جوزجان کې اوو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Dec 2018 - 15:20

شبرغان (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۷): د شبرغان ښار په منګوټي کلي کې د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته کې اووه امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال کمال الدين ياور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليسو، ولسي پاڅونوالو او طالبانو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه چې وسلوالو مخالفينو د شپې په شاوخوا يوولس بجو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.

نوموړي زياته کړه چې د نښتې پر مهال په سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان ګلبدين او د هغه  څلور ملګري او دوه پوليس وژل شوي دي.

د امنيت امر په وينا، نښته د سهار تر پنځو بجو روانه وه خو په پايله کې په سيمه مېشت پوليس او نور امنيتي ځواکونه و توانېدل چې د طالبانو بريدونه پر شا وتمبوي.

نوموړي يادونه وکړه چې په دې نښته کې درې امنيتي منسوبين برسېرن ټپيان شوي چې اوس يې روغتيايي وضعيت سم دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د سيمې وضعيت عادي شوی او امنيتي پوستې د استول شوو ځواکونو له لوري بېرته  پياوړې شوې دي.

ياور زياته کړه چې په نښته کې طالبانو ته هم مرګ  ژوبله اوښتې ده؛ خو کره شمېر يې په لاس کې نشته.

په ورته مهال، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يو پيغام په خپرولو سره  د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان ګلبدين په ګډون د ۹ دولتي سرتېرو د وژلو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې کسانو یې په دې سيمه کې يوه پوسته نيولې ده، وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

نوموړي زياته کړې ده چې طالبانو ته د تېرې شپې په جګړه کې زيان نه دی اوښتی.

منګوټی د شبرغان – سرپل لويې لارې په اوږدو کې د شبرغان ښار سوېل ته  پروت کلی دی چې امنيتي ځواکونه او طالبان، کله  کله په دې لار خپلو کې جګړه کوي.

نږدې ۱۵ ورځې وړاندې هم په دې سيمه کې د دواړو غاړو ترمنځ نښته شوې وه چې مرګ ژوبله يې نه درلوده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.