ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونه او طالبان په سوېل کې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

امنيتي ځواکونه او طالبان په سوېل کې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

author avatar
15 Dec 2018 - 14:50
امنيتي ځواکونه او طالبان په سوېل کې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
author avatar
15 Dec 2018 - 14:50

کندهار (پژواک، ۲۴ لیندۍ ۹۷): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې عملیات کړي او وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخوا بیا وسله وال طالبان وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کندهار په درېيو ولسوالیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن احمد صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کندهار، اروزګان او زابل ولایتونو کې عملیات کړي چې وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه، هغه عملیات چې د خاکرېز ولسوالۍ په شاغونډان سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا شوي، په پایله کې یې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، په وژل شوو کې د وسله والو یو قوماندان هم شامل دی.

دغه راز د قول اردو ویاند وايي، ګډو ځواکونو د هوايي ځواک په ملتیا د میوند ولسوالۍ د بند تېمور په سیمه کې هم عملیات کړي او ۴ تنه وسله وال یې وژلي دي.

دی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د وسله والو ۸ پټنځایونه او دوه د ۲۵۰ متره په اوږدوالي خندقونه یې ویجاړ کړي دي.

د دې تر څنګ نوموړي خبر ورکړ چې پنجوايي ولسوالۍ کې بیا دوو وسله والو غوښتل د لارې په اوږدو کې ماین ځای پر ځای کړي چې پر هغوی یې چاودنه کړې ده او دواړه په کې وژل شوي دي.

خو وسله وال طالبان وايي، په خاکرېز ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي، طالبانو د خاکرېز ولسوالۍ په شاغونډان سیمه کې د دولتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی او تر څو ساعته جګړې وروسته یې پوسته نیولې ده.

دی وايي، په جګړه کې یې ۱۰ سرتېري وژلي او د هغوی ۵ میله وسلې یې هم نیولې دي.

دغه راز دی ادعا کوي چې د میوند ولسوالۍ په بند تېمور، بیبانک او حاجي خېلو سیمو کې يې د دولتي ځواکونو ۲ شوبلې د ماین په چاودنو کې ویجاړې کړي او د همدې ولسوالۍ په کلا ښامیر کې يې بیا د ماین په چاودنه کې د امیر حمزه په نوم یو قومندان له سرتېرو سره یو ځای وژلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.