ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غلو او باج اخیستونکو له امله له پروانه لسگونه کورنۍ وتلې دي

د غلو او باج اخیستونکو له امله له پروانه لسگونه کورنۍ وتلې دي

author avatar
15 Dec 2018 - 15:29
د غلو او باج اخیستونکو له امله له پروانه لسگونه کورنۍ وتلې دي
author avatar
15 Dec 2018 - 15:29

چاريکار (پژواک، ۱۰ لېندۍ ٩٧): په وروستیو درېیو کلونو کې شاوخوا ۱۰۰ سوداګر او د دولتي او نادولتي بنسټونو مسوولین د غلو او باج اخیستونکو د ګواښونو له امله له پروان ولایته وتلي دي.

د پروان د مرکز چاریکارو ښاروال خواجه روح الله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شمېرې د ښاروالۍ له خوا لاس ته راغلې دي.

هغه زیاته کړه: ((زما د معلوماتو له مخې، د زیاتره دولتي رییسانو، د ولایتي شورا او ولسي جرګې د وکیلانو کورنۍ په پروان کې نه اوسېږي، د ځنیو سیاستوالو کورنۍ په دغه ولایت کې نه اوسېږي او هغه سوداګر چې پانګه یې له درې میلیونه افغانیو ډېره ده، په دې ځای کې ژوند نه کوي او له پروان څخه تللي دي.))

د ده په خبره، ځيني دغه کسان له خپلو کورنیو سره بهر ته تللي خو ځیني نور چې دغه ډله یې جوړه کړې له خپلو کورنیو سره یو ځای په کابل کې اوسېږي او د خپلو دندو ترسره کولو لپاره هره ورځ کابل او پروان ته تګ را تګ کوي. نوموړي په دې اړه جزئیات ورنه کړل.

ده زیاته کړه، د پروان لسګونه سوداګرو د امنیتي ګواښونو له امله خپلې پانګې له دغه ولایت څخه نورو ولایتونو لکه بلخ، هرات، کندز او نورو ته انتقال کړې دي.

نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، باج اخیستونکي چې د یادو دولتي او نادولتي بنسټونو د کارکوونکو او سوداګرو د تېښتې لامل ګرځېدلي، هغه غیر مسوول وسله وال دي چې یو شمېر یې دولتي کارکوونکي هم دي او ځیني نور بیا هغه کسان دي چې یو شمېر حکومتي چارواکي یې ملاتړ کوي.

د پروان ښاروال په دې برخه کې د حکومتي ارګانونو د اقدام په اړه وویل: ((ځیني وخت امنیتي ارګانونو د یادو کسانو په نیولو کې لټي کوي، دغه چاره د ټولنې د ناامنه کېدو لامل شوې او له شک پرته دغه ګواښونو پوهنې، اقتصاد او نورو ټولو برخو ته زیان رسولی دی.))

نوموړی په دغه ولایت کې په وروستیو درېیو کلونو کې د باج اخیستونکو له خوا د کسانو د تښتونې ارقام نه درلودل خو زیاته یې کړه، تېر کال د پروان په مرکز چاریکارو کې ۲۰ دوکانونه غلا شول او سږ کال د غلو یوې څلور کسیزه ډلې په رڼا ورځ د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمخ له یوه صراف څخه یو میلیون افغانۍ غلا کړې.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازې او د یاد ولایت د ولایتي شورا پخوانۍ غړې حسیبا عفت وویل، په دې وروستیو کلونو کې د باج اخیستو، انسان تښتونې، د دولتي ادارو مسوولانو او سوداګرو ته د بېلا بېلو ګواښونو، وژنې او کورنو ته د لاسي بمونو د غورځونې د پېښو شاهده وه. هغې هم وویل، ځینې کسان له همدې امله له پروان ولایت څخه تللي دي.

هغې زیاته کړه: ((په پروان کې پاتې خلک هو په ډار او وېره ژوند کوي، که په دغه ولایت کې په همدې کچه امنیتي ګواښونه دوام وکړي نو یو شمېر نور کسان به هم ترې وتښتي.))

عفت روښانه کړه چې له پروان ولایته د سوداګرو او پانګوالو تېښتې د یاد ولایت بازار او اقتصاد ته هم ضربه رسولې ده.

زیانمن کسان: د پروان پرېښودو ته اړ شوي یو

یو شمېر هغه کسان چې د نا امنۍ له امله یې پروان ولایت پرېیښی، د یادو امنیتي ستونزو په مخنیوي کې امنیتي ارګانونه ناکام بولي.

د چاریکارو ښار د مسعود ښارګوټي ۵۰ کلن اوسېدونکی بازمحمد چې مخکې د «برادران جمشېدي» په نوم د یوه ساختماني شرکت مسوول و، وویل، د باج اخیستونکو د امنیتي ګواښونو له امله یې په ۱۳۹۵ کال کې د پروان ولایت پرېښود او اوس له خپلې کورنۍ سره یو ځای په کابل کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه: ((یو شمېر کسانو زنګ واهه، پیسې یې غوښتې او ګواښ یې راته کاوه، ما بې ځایه وګنل، بالاخره یې یوه ورځ سهار څلور بجې زموږ کور ته لاسی بم ګوزار کړ، د الله مهرباني وه چې د کور په حویلۍ کې مو څوک نه وو، یوازې یو څلوارلس کلن زوی مې لږ ټپي شو… مجبور شو چې پروان پرېږدو.))

بازمحمد وویل، اوس په کابل ښار کې د خوراکي توکو پلورنځۍ لري او په دغه ښار کې هم ځان خوندي نه ګڼي.

نوموړي د پروان اړوند حکومتي چارواکي د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره د امنیت د ټينګښت په برخه کې به نه پاملرنه تورن کړل او زیاته یې کړه، د باج اخیستونکو له خوا د امنیتي ګواښونو له امله لسګونه سوداګر او دولتی چارواکي له پروان ولایت څخه کابل ته تللي دي.

د پروان ولایت د ښارجوړونې رییس غلام محمد غبار غیاثي د چاریکار ښار اصلي اوسېدونکی دی، خو نوموړی هم په پروان کې د امنیتي ګواښونو د شتون له امله له شاوخوا دوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په کابل کې اوسېږي.

ده وویل، هره ورځ له کابله تر پروانه تګ راتګ نوموړی ستړی کړی دی، خو مجبور دی دا ستونزه و زغمي.

غیاثي هم وویل، د ده په شان د پروان ولایت نور حکومتي چارواکي هم د امنیتي مشکلاتو له امله نشي کولای چې له خپلو کورنیو سره یو ځای په پروان ولایت کې ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه: ((په پروان کې زورواکي زیاته ده، کله چې په رڼا ورځ په دویمه امنیتي حوزه کې له یو چا موټر واخلي، کله چې په روښانه ورځ کرولا موټر به هوفیان سړک له چا واخلي،  کله چې د ملي امنیت ریاست په ۱۰۰ مترۍ کې یو ماشوم وتښتول شي او امنیتي وضعیت دا ډول وي څرنګه کولای شو په پروان ولایت کې ژوند وکړو.))

هغه د پروان له امنیتي چارواکو وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت لپاره د هڅه وکړي تر څو ده او نورو حکومتي مسوولینو ته په چاریکارو کې د ژوند زمینه برابره شي.

په پروان کې د مدني ټولنې د بنسټونو د پخواني بورډ پخوانی منشي او د «رمز هستي» اونیزې د امتیاز خاوند محمد صابر وویل، وروسته له هغې و ګواښول شو چې د ځمکې د غصب په اړه یې څو راپورونه خپاره کړل.

نوموړي زیاته کړه، یو ځل په چاریکارو کې پرې وسله وال برید وشو، خو ژوندۍ ترې ووت او بیا ناپېژندو کسانو هڅه وکړه چې د موټر په وسیله مې له منځه یوسي خو دا ځل هم له مرګه خلاص شو.

صفار وویل، یو ځل بیا دوو کسانو ووهلو او دغو کسانو غوښتل چې د ځمکي غاصبین افشا نه کړي.

هغه له جزیاتو پرته ادعا وکړه چې د یادو ګواښونو په اړه یې حکومتي چارواکو ته شکایت وکړ خو پاملرنه یې ورته ونه کړه، او دوی هم راته ویل چې د ځمکې د غصب په اړه د راپورونو له خپرېدو ډډه وکړم.

نوموړي وویل، وروسته له هغې مجبور شو چې د روان کال په غويي میاشت کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ترکیې ته لاړ شي او تر اوسه په ترکیه کې اوسېږي.

د مدني فعالانو اندېښنې             

په پروان کې د کهکشان مدني ټولنې او رسنیز مرکز رییس احمد هنایش د مسوولو وسله والو د موجودیت تر څنګ د حکومت کمزورتیا هم په پروان ولایت کې د شته نامناست امنیت لامل وباله.

د ده په خبره، نامسووله وسله وال چې د ګواښونو له امله یې ځینې سوداګر او دولتي کارکوونکي د پروان پرېښودو ته اړ شوي د هېواد د ټولو ولایتونو په پرتله په پروان کې زیات دي.

هنایش وویل: ((داسې راپورونه موجود دي چې د زیاتره غیرمسووله کسانو او ډلو زورواکي ملاتړ کوي چې ډېر یې سیمه ییز قوماندان دي او له مرکزي حکومت سره اړیکې لري او همدغه کسان او ډلې په پروان کې د امنیتي ګواښونو سبب ګرځېدلې دي.))

هغه زیاته کړه، حکومت په دغه ولایت کې د نامسووله کسانو او ډلو پر وړاندې جدي اقدام نه دی کړی.

د هغه په خبره، په داسې حال کې چې په پروان ولایت کې له دوه زرو ډېر وسله وال امنیتي ځواکونه موجود دي، نوموړی په دغه ولایت کې د لسو غیر مسوولو کسانو د نیول کېدو شاهد نه دی.

هنایش وویل: ((په پروان کې د ژوند دایره ډېره تنګه شوې او په قضیو کې د زورواکو د لاس وهنې له امله د مجازاتو د بښنې د فرهنګ دوام د غیر مسووله وسله والو د زیاتېدو سبب شوی دی.))

فضل الدین عیار چې شاوخوا یو کال مخکې د پروان د والي په صفت په دنده ګومارل شوی وویل، ځینې امنیتي ګواښونه له پخوا راهیسې په پروان کې موجود وو، خو هغه امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې له زورواکو او باج اخیستونکو سره جدي چلند وکړي.

هغه له جزیاتو پرته وویل، پولیسو په دغه ولایت کې لسګونه باج اخیستونکي او غله نیولي او یو شمېر نور تر څارنې لاندې دي.

هغه د ځینو حکومتي چارواکو له خوا د زورواکو ملاتړ ته په اشاره وویل: ((طبیعي او روښانه خبره ده، باج اخیستونکي او زورواکي چې قوي ملاتړ ونلري داسې کارونه نه ترسره کوي، موږ هیله من یو چې د پروان مشران یوځای شي، خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړي چې همدا ملت د خدمت وړ دی او اجازه ورنکړي چې د خلکو په ټپونو مالګې و شیندي.))

دغه راز د پوروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولیزاده وویل، د خپل ماموریت په پنځو میاشتو کې ۳۰ نامسووله وسله وال او باج اخیستونکي، ۱۸ غله او د نشه یي توکو ۲۰ قاچبران نیول شوي او د باج اخیستونکو ځینې ډلې د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه، سږ کال د انسان تښتوونکو دوه کسیزه ډله نیول شوې او هغه ماشوم هم ژغورل شوی چې یادې ډلې نیولی وو.

دغه راز نوموړي وویل، د پروان په مرکز ګل غندی سیمه کې یو تنکی ځوان او په دغه ولایت کې یو بل کس هم د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او تښتوونکې ډلې د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.