د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار ولايتي شورا د قصر مخې ته د پوليسو وهلو د قضيې د څېړنې غوښتنه کوي

د ننګرهار ولايتي شورا د قصر مخې ته د پوليسو وهلو د قضيې د څېړنې غوښتنه کوي

Dec 15, 2018 - 17:19

جلال اباد (پژواک ۲۴ ليندۍ ۹۷): د ننګرهار ولايتي شورا او قومي مشران وايي، د والي د ورونو له لوري د قصر مخې ته د پوليسو د وهلو قضيه دې په بې طرفه توګه وڅېړل شي او عاملين دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د راپورونو له مخې، درې ورځې وړاندې د ولايت مقام مخې ته يو افسر او يو سرباز د څو کسانو له لوري وهل شوي، چې خلک او وهل شوي کسان يې د ننګرهار د والي حيات الله حيات ورونه او يا هم د کورنۍ غړي بولي.

يو شمېر قومي مشرانو او د ننګرهار د ولايتي شورا ځينو غړو د ليندۍ په ۲۴مه د شورا په انګړ کې د رسنيز کنفرانس له لارې د يادې پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه.

د ولايتي شورا غړی اجمل عمر وايي، څو ورځې وړاندې هغه مهال چې والي له هېواده بهر و، د تره زامنو يې غوښتل چې قصر ته داخل شي؛ خو د لومړۍ امنيتي حوزې يو افسر او يو سرباز يې له تالاشۍ پرته د ننوتلو مخنيوی کړی و.

دی زياتوي، وروسته د حوزې آمر ياد کسان ولسواليو ته بدل کړي؛ خو کله چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار والي حيات الله حيات راغلی، ياد کسان بېرته د والي د وروڼو له لوري راغوښتل شوي او په دې خاطر چې ولې يې د دوی د تره زامنو د ننوتلو مخه نيولې، وهلي دي.

د هغه په وينا، دا لومړۍ پېښه نه ده چې ننګرهار کې پوليس او امنيتي سرتېري وهل کېږي، بلکې څو مياشتې وړاندې د دويمې ناحيې اړوند انګور باغ سيمه کې هم د والي وروڼو پوليس وهلي وو، تر هغې وروسته څو ځل نور هم د نورو زورواکو له لوري د پوليسو د وهلو قضيې ثبت شوې دي.

د شورا دغه غړی اندېښنه وښوده، چې د ښار په منځ کې د پوليسو او امنيتي سرتېرو دا ډول وهل ټکول په سنګر کې له دښمن سره د جنګېدونکو سرتېرو مورال کمزوری کوي او بايد د دغو پېښو د مخنيوي ترڅنګ د رامنځ ته شويو پېښو بې طرفه څېړنه ترسره شي.

د اجمل عمر د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته هره ورځ سلګونه قومي مشران دوی ته د شکايت کولو لپاره ورځي او د دغې پېښې د غبرګون په برخه کې د لاريون خبره کوي؛ خو دوی ورته د دولت د څېړنو په اړه د انتظار سپارښتنه کوي.

د جبار ګل په نامه د يوه وهل شوي پوليس پلار ثناګل هم خبرې وکړې او نيوکه يې وکړه، چې د قصر ساتونکی زوی يې د قصر د واکدارو له لوري د قانون د پلي کولو په جرم وهل شوی دی.

د نوموړي په خبره، نه يواځې دا چې زوی يې وهل شوی، بلکې اوس يې څوک شکايت هم نه اوري.

هغه زياته کړه: ((دا څويمه ورځ ده، ولايت ته چې ځو، هغوى راته وايي، دا د قوماندانۍ اړونده موضوع ده، قوماندانۍ ته چې ځو، هغوی راته څارنوالۍ ښايي، څارنوالۍ مو نظامي څارنوالۍ ته لېږي.))

يو قومي مشر ميرزا محمد وايي، که امنيتي سرتېري د قانون په پلي کولو داسې وهل ټکول کېږي؛ نو سبا به پر ولايت وسله وال هم ورځي؛ خو سربازان به يې له دې وېرې چې بيا به د والي ورونه يا تره زامن وي؛ مخنيوی به يې نه کوي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، چې وهل شوي پوليس د والي د کورنۍ د غړو نه، بلکې د قصر د پوليسو له لوري وهل شوي او د امنيه قوماندانۍ خپلمنځي موضوع ده.

دی وايي، د وهل شويو پوليسو د وهلو په تړاو دوه پوليس د قوماندانۍ له لوري نيول شوي او ترڅنګ يې يادونه هم وکړه، د وهل شويو پوليسو د کورنۍ له لوري چې په کومو اشخاصو شکايت شوی، هغوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د يادولو وړ ده، چې د تلې په ۱۳مه هم د جلال اباد ښار عيدګاه جومات کې د ولسمشر د سلاکار امان خيري زوی طارق خيري پر پوليسو ډزې کړې وې، چې وروسته يې په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي و؛ خو له کومې محکمې پرته بېرته ازاد شوي دي.

د دې ترڅنګ د ولايتي شورا د رييس احمد علي حضرت له خوا هم يو سرتېرى وهل شوى و، چې وروسته نوموړي ترې بخښنه وغوښته.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement