منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ وکيل : په هوايي بريد کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۴ کتنې

اسعداباد (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٧): په ولسي جرګه کې د کونړ استازي وايي چې په هوايي عملياتو کې  لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ځايي چارواکي بيا ادعا کوي چې ډېره مرګ ژوبله وسله والو مخالفينو ته اوښتې ده.

دغه هوايي عمليات وړمه شپه د کونړ د شلطن ولسوالۍ په شلطن دره کې شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي غلام سخي مشواڼي د لېندۍ په ٢٤مه د ولسي جرګې غونډې ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو په يادو عملياتو کې ٥٩ ملکي وګړي او ٣١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه راز په دې عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

مشواڼى وايي چې په دې وروستيو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې او دغه کار د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي.

نوموړي له نړيوالو او دولتي ځواکونو وغوښتل چې  د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي هم وويل چې په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

هغه ادعا وکړه چې دولتي او نړيوالو ځواکونه، طالبان، داعش او نورې ټولې ډلې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې ښکېل دي.

نوموړي نيوکه وکړه چې ځيني ((غلامې څېرې)) د دغو تلفاتو پر وړاندې چوپه خوله ناست دي.

د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې دا ډول پېښې زياتې شوې دي.

نوموړي له افغان او نړيوالو ځواکونو وغوښتل چې د عملياتو پر مهال ملکي وګړو ته پاملرنه وکړي.

بلخوا د کونړ والي عبدالستار ميرکزوال وايي چې وړمه شپه د ايتلاف او افغان ځواکونو په عملیاتو کې پنځوس  وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه عمليات د ملي امنيت ځواکونو کړي چې د ايتلافي ځواکونو د هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره و.

د والي په وينا، دغه عمليات چې د شلطن ولسوالۍ د سنو په سيمه کې شوي په ترڅ کې يې ۳۸  وسله وال مخالفین چې القاعده ډلې پورې تړاو درلود وژل شوي چې څلور په کې بهرني وسله وال دي.

هغه زياتوي چې دغه راز د څلورو نورو بهرنيانو په ګډون ١٢ کسان ټپيان دي.

ميرزکوال زیاتوي چې په دغوعملياتو کې يو شمېر ماشومانو او ښځو ته هم مرګ ژوبله اوښې ده، چې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د کونړ د ولایتي شورا مرستیال عبدالطیف فضلي بيا وايي چې په دې عملياتو کې ډېرى ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه له حکومته وغوښتل چې د دې شپنيو عملياتو دقيقه پلټنه وکړي.

د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټر عزیزالرحمن  ساپي پژواک ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې ١٥ ټپيان ور وړل شوي چې ٨ يې ماشومان، ٤ نارينه او درې مېرمنې دي.

په کابل کې دامريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دا عمليات د افغان ځواکونو لخوا پلان شوى او دهغوى په مشرۍ ترسره شوي، امريکايي ځواکونو د همکار په رول کې مرسته کړې ده.

سرچينې زياته کړه،  په دې عملياتو کې د طالبانو مشرتابه او قوماندانان هدف ګرځول شوي او د معلوماتو له مخې تر ٤٥ زيات يې وژل شوي دي.

امريکايي ځواکونو ويلي، دا ډول عمليات به تر هغه روان وي، څو پورې چې طالبان سولې ته اماده کړل شي.

وسله والو طالبانو ويلي چې په دې عملياتو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوى کورونه ړنګ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه