ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: په يوه مياشت کې د پاکستان د وېزو ستونزه هوارېږي

د ننګرهار والي: په يوه مياشت کې د پاکستان د وېزو ستونزه هوارېږي

author avatar
16 Dec 2018 - 17:51
د ننګرهار والي: په يوه مياشت کې د پاکستان د وېزو ستونزه هوارېږي
author avatar
16 Dec 2018 - 17:51

جلال اباد (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷):  ‎د ننګرهار والي وايي چې تر راتلونکې يوې مېاشتې پاکستان قونسلګرۍ سره د وېزې اخيستو په برخه کې رامنځته شوې ستونزه حليږي او بېرته به لکه د پخوا په څېر خلک په عادي شکل وېزو ته لاسرسی ولري.

والي حيات الله حيات چې د لېندۍ په ۲۵مه يې د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته د دغه ولايت يو شمېر قومي مشران، مدني فعالان او ديني عالمان په دې خاطر وربللي و، چې د قونسلګرۍ ستونزه څنګه حلېدای شي، هغوی سره تر اوږدو بحثونو وروسته دا خبرې وکړې.

والي ته ورغلو ننګرهار مېشتو په توندو لهجو د قونسلګرۍ د ستونزې د نه حل په صورت کې د دغې ادارې د تړل کېدو خبره هم وکړه؛ خو دا ټينګار يې هم درلود، چې د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره بايد د هرې ولسوالۍ خلکو ته په خپلې ولسوالۍ کې د تاييد ټاپه ووهل شي.

قومي مشرانو وويل، د فوټبال په لوبغالي کې د ټاپو وهلو ځای کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ښځې ماشومان تر پښو لاندې کېږي، ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي او د حل لاره يې هم ولسواليو ته د دغې پروسې وړل دي.

د ورغلو قومي مشرانو له ډلې ملک ولايت خان وويل، د وېزو د ورکړې په برخه کې خپله والي د پيسو په اخيستو تورن شوی او که والي غواړي له دغه تور څخه خلاص شي؛ نو د ټاپو مساله دې، له مرکز څخه ولسواليو ته انتقال شي.

هغه په تونده لهجه وويل: ((د پاکستان دروازه بنده کړه، نور مو د هغوی ډاکټر نه دی په کار همدلته دوا اخلو، والي صیب کلدارې دې هم بندې نه کړې، د خدای لپاره دا پاکستان دی که افغانستان؟ زما غيرت څه شو، زما پښتو څه شوه؟))

دغه راز يوه ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، ستونزه ټوله د پاکستان په قونسلګرۍ کې ده، تر هغه وخته چې هغوی ورته د حل لاره نه وي پيدا کړې، د قونسلګرۍ ستونزه نه حليږي.

دی وايي، څو ورځې وړاندې د دیني عالمانو يوه ډله قونسلګرۍ ته تللې وه او هغوی ته يې د حل خبره کړې وه، چې هغوی ترې د طرحو غوښتنه وکړه او دوی ورسره خپلې طرحې شريکې کړې.

د وېزو ورکوونکو مامورينو ډېرېدل، پاکستان کې د مهاجرت کارت لرونکو او د قبايلي سيمو اوسېدونکو ته له وېزو او پاسپورټ پرته د تګ راتګ اجازه ورکول، هغه څه دي، چې دغه ديني عالم وايي، د پاکستان له قونسلګرۍ سره يې د حل لپاره وړانديز کړي دي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات ډاډ ورکړ، تر راتلونکې يوې مېاشتې به دغلته د پاکستان له قونسلګرۍ سره د وېزو رامنځته شوې ستونزه حل شي.

هغه په دې اړه ډېر معلومات ورنه کړل؛ خو وويل، له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنو سره يې په يو لړ مهمو لارو چارو تر بحث وروسته دغې پرېکړې ته رسېدلی دی.

والي حیات الله حیات د ګډونوالو د مشورو وروسته دا پرېکړه هم وکړه،چې په فوټبال لوبغالي کې به د وېزو لپاره د ټاپې لګولو د تنظیم چارې یو ګډ کمېسيون ته وسپارل شي،چې مشري به یې د بهرنیو چارو ریاست کوي او ورسره به ولایت مقام،مدني فعالانو،علماووکرامو،کشفي او امنیتي ارګانونو او یو شمېر نورو قشرونو استازي برخه ولري .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.