ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په جوزجان کې دوه دولتي کارکوونکي تښتولي

طالبانو په جوزجان کې دوه دولتي کارکوونکي تښتولي

author avatar
16 Dec 2018 - 16:33
طالبانو په جوزجان کې دوه دولتي کارکوونکي تښتولي
author avatar
16 Dec 2018 - 16:33

شبرغان (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن سهار د مردیان ولسوالۍ اجرائیه مدير او یو د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ یو امنیتي سرتېری تښتولي دی.

د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق پژواک خبري اژانس ته وویل: ((طالبانو د مردیان ولسوالۍ اجرایه مدېر عبدالرحیم د اقچې ولسوالۍ څخه یادې ولسوالۍ ته د تلو پر مهال تښتولی او امنیتي سرتېری يې نن سهار له خپل کلی فتح اباد د راګرځېدو پر مهال له ولسوالۍ سره نږدې نیولی دی.))

نوموړي زیاته کړه، د تښتول شوو کسانو د برخلیک په اړه تر اوسه معلومات نشته خو هڅه کېږي چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب یې د وسله والو له بند څخه را خلاص کړي.

په ورته وخت کې د جوزجان د ولایتي شورا غړي امرالدین دانشجو وویل: ((په جوزجان ولایت کې امنیتي وعیت ډېر خراب دی او هېڅوک خوندي احساس نه کېږي.))

نوموړي زیاته کړه، که له دې وضعیت څخه د خلاصون لار ونه لټول شي ډېر ژر به د مزارشریف ـ شبرغان لویه لار او د دغه ولایت نورې سیمې ناامنه شي.

نوموړي وویل: ((امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو خرابېږي او څوک نشته چې د دغه مسایلو ته کومه لار او چاره ولټوي.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم طالبانو د مردیان ـ قرقین ولسوالی پر لار د قرقین ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر تښتولی وو چې وروسته د قومي مخورو په منځګړيتوب را خلاص شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.