لښکرګاه (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): د هلمند مدني فعالانو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې وويل چې په هلمند او کونړ ولايتونو کې د هوايي بريدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوولين دې محاکمه شي.
دوى دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې دوه ورځې وړاندې د هلمند په سنګين او د کونړ په شلتن ولسواليو کې هوايي بريدونه وشول چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغو بريدونو په غبرګون کې د هلمند مدني فعالانو او اوسېدونکو نن اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د هلمند مدني ټولنې مشر نظرمحمد رودي وويل چې په دې وروستيو کې په هلمند او کونړ ولايتونو د هوايي بريدونو له امله ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د زغم وړ نه ده.
هغه وايي: ((موږ د حکومت د ټولو هغو فعاليتونو ملاتړ کړى چې د خلکو په کې خير و خو دغه ډول يې عمليات يې نه منو.))
دغه راز د مدني ټولنې بل غړي عبدالحق ځواکمن وويل چې ملکي خلکو ته په قصدي ډول مرګ ژوبله اړول کېږي.
نوموړي له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې نور د جګړې پر ځاى د سولې لار خپله کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د لښکرګاه ښار اوسېدونکي شېراحمد بيا وايي چې يو لوری هم نه شي کولاى په جګړې سره بريا ته ورسېږي.
ده هم ټينګار وکړ چې د جګړې پر ځاى بايد د سولې مذاکراتو لپاره هلې ځلې وشي.
د يادې غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ چې د هلمند او کونړ ولايتونو د وروستيو هوايي بريدونو ترسره کوونکي دې محاکمه شي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې حکومت د دې ډول پېښو په اړه جدي اندېښنه لري او کوښښ کوي چې په عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوی وشي.
ده وويل چې د وروستيو پېښو د څېړنې په موخه پلاوي ټاکل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن