غزني ښار(پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٧):د غزني پوليسو په جاغوري ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي او په يوه بله پېښه کې د ماين د چاودنې له امله شپږ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل د لېندۍ په ٢٥مه خبريالانو ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې دوى په جاغوري ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پرمهال تر اوسه يوه دهشکه، ١٣١٣٠ د پيکا مرمۍ، ٣٢٥٠ د کلاشينکوف مرمۍ، ١٠٢ د راکټ مرمۍ، ٢٣٨١ د دهشکې مرمۍ، اووه لاسي بمونه، ٢٥٥٠ د ام شانزده مرمۍ، پنځه هاوانونه، ٢٥ بم افګن، ٢٤ د توپ سرګلولې او سل نورې مرمۍ د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
قوماندان وويل چې دغه وسلې او مهمات روسي دي چې له پخوا څخه په دې ولسوالۍ کې پاتې وې، خو وسله والو مخالفينو ترې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې ګټه پورته کوله.
دغه راز ديو بل خبر له مخې، په جاغوري ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني امنيه قوماندان په دې اړه وويل چې د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
ده وويل چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى چې د چاودنې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې د غزني پوليسو د غزني ښار له يوه کور څخه يو شمېر ايرانۍ وسلې کشف او ترلاسه کړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن