ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د وزلوبې سیالۍ د کندوز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کندوز کې د وزلوبې سیالۍ د کندوز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

author avatar
16 Dec 2018 - 16:27
کندوز کې د وزلوبې سیالۍ د کندوز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
author avatar
16 Dec 2018 - 16:27

کندوز ښار (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٧): په کندوز کې د وزلوبې دوه ورځنۍ پيل شوې سيالي د کندوز ښار لوبډلې په بريا سره پاى ته ورسېدې.

د کندوز د وزلوبې فدراسيون مرستيال پهلوان بدل باى د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو دوه ورځنيو سياليو کې له کندوز ښار او ولسواليو ګڼ شمېر لوبډلو ګډون کړى و.

ده وويل چې په دغو سياليو کې له کندوز ښار لوبډلې پهلوان برات، پهلوان ګلبدين، پهلوان الهام او پهلوان سلام تر نورو ښه وځلېدل او ويې کولاى شول چې خپله لوبډله اتلولۍ ته ورسوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د امام صاحب لوبډلې دويم او د خان اباد لوبډلې درېيم ځاى خپل کړ.

ده زياته کړه: ((خلک د نا امنۍ له امله د لوبې لېدو ته سټديوم ته نه راځي، ډېرو قوماندانانو او سرمايه دارانو چې نسلي او ښه اسونه درلودل، زړونه يې ساړه شول، اسونه يې خرڅ کړل، که دې لوبې ته جدي ته پاملرنه ونه شي امکان لري دغه دوديزه لوبه له منځه ولاړه شي.))

دغه راز سلام پهلوان پژواک ته وويل چې وزلوبه خپل ځانګړي مينه وال لري، خو حکومت بايد له لوبغاړو جدي ملاتړ وکړي.

بل لور ته د اسونو يوه خاوند حاجي قادر پژواک ته وويل چې پخوا حکومت له وزلوبې ملاتړ کاوه خو اوس يې نه کوي.

ده زياته کړه: ((د اسونو ساتل سخت کار دى، که حکومت په دې برخه کې ملاتړ ونه کړي، دغه لوبه نوره له منځه ځي.))

دغه راز په دې اړه د کندوز د مدني ټولنو مشر عنايت الله خليق پژواک ته وويل چې د دې ډول سياليو جوړول يو ځل خلک د وزلوبې لپاره وهڅول.

هغه وايي: ((نا امنۍ هر څه خراب کړي دي، ډېرو  لوبغاړو له دې لوبې فاصله اخيستې وه، خو اوس ښه شول، يو څه بيا را تشويق شول.))

په کندوز کې د وزلوبې فدراسيون د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا دوه سوه د وزلوبې ځانګړي اسونه شته خو که پاملرنه ورته وشي نو دغه شمېره به ډېره لوړه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.