ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بزګران له “١٥٠” شمېرې سره په وړيا اړيکه کې خپلې کرنيزې ستونزې هوارولى شي

author avatar
16 Dec 2018 - 15:56
author avatar
16 Dec 2018 - 15:56

کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٧): د کرنې وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره د کرنې له کارپوهانو سره د بزګرانو د اړیکو مرکز په دغه وزارت کې پرانیستل شو.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلي چې له ياد وزارته پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، د دغه مرکز په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وویل چې له دې وروسته د هېواد ټول بزګران کولای شي ۱۵۰ شمېرې سره اړیکه ونیسي، د کرنې وزارت د کرنیزو کارپوهانو سره خبرې وکړي او له دوی نه د کرنیزو چارو په برخه کې اړینې سلا مشورې واخلي.

ده زیاته کړه، د بزګرانو لپاره دغه اړیکې وړیا دي او کوم لګښت نه لري او د کرنې د برخې کارپوهان هم په هره ژبه او لهجه چې دوی ورته اړتیا ولري، دوی ته معلومات او سلا مشورې ورکوي.

دى وايي: «بزګرانو ته پوهاوى ورکول د کرنې د ودې بنسټ دی، څو چې خپلو بزګرانو ته پوهاوی ور نه کړو او د کرنیزو چارو نوی سیسټمونه دوی ته ونه ښیو، د کرنې وده ناشونې ده. په هغو سیمو کې چې په فزیکي ډول د ترویج په پار رسېدګي نه شو کولی او وکولای شو چې ټول هېواد د ترویج د برنامو تر پوښښ لاندې راولو یوه لاره دا ده چې موږ د برېښنایي کرنې له سیستم څخه ګټه پورته کړو. د دې مرکز په پرانیستلو سره موږ خپلې دې موخې ته رسېږو.»

د ده په وينا، د هېواد له لرو پرتو سیمو هم یو بزګر کولای شي تر یوه ساعته پورې په وړیا توګه له دغه مرکز سره په اړیکه کې خپلې ستونزې هوارې کړي چې دا یو ډول چټک پرمختګ دی.

نصیراحمد درانی وویل، د کرنې وزارت په پام کې لري چې د کرنې د ودې او د بزګرانو د پوهې کچې لوړولو په پار نور سیستمونه هم پيل کړي او په دې وروستیو کې د هغې هوکړې پر اساس چې د مشرانو جرګې سره شوې ده، ټاکل شوې چې د مشرانو جرګې راډیو او ټلوېزیون هره ورځ د څلورو ساعتونو لپاره خپلې برنامې د کرنې وزارت په واک کې ورکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي وایي، دا چې د کرنې په برخه کې له معلوماتي ټکنالوجۍ ګټه پورته کول ډېر زیاد اهمیت لري، نو د مخابراتو وزارت د کرنې د ودې په موخه د ټکنالوجۍ د کارونې په پراختیا کې د کرنې له وزارت سره همکاریو ته چمتو دى.

ده زياته کړه: «د مخابراتو وزارت د ټکنالوجۍ پنځه کلنې ستراتیژۍ پلان چمتو کړی، چې برېښنایي کرنه یې مهمه برخه ده.»

د کرنې او کلیو پراختیا په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار عبدالحمید هلمندی هم په دې غونډه کې وویل، چې د کرنې د پراختیا په پار له نوي سیسټمونو کار اخيستل د بزګرانو د پوهې د کچې په لوړولو کې مرسته کوي.

د هغه په وينا، بزګرانو ته پوهاوی ورکول د دوی عواید زیاتوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.