پلخمري (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٧): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې پنځه پوليس او څلور طالبان وژل شوي دي.
په بغلان کې یوې امنیتي سرچینې د لېندۍ په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ګراب په سيمه کې د عامه نظم پوليسو پر پوستې ډله ييز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې جګړه کې پنځه پوليس او څلور طالبان وژل شوي دي.
د بغلان امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١١ امنيتي سرتېري وژل شوي خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
د یادونې ده، تېره اوونۍ هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې اووه سیمه ییز پولیس د طالبانو په بريد کې وژل شوي وو.
مرکزي بغلان ولسوالۍ د بغلان له نا امنو سیمو ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن