د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکمتیار: تیار یم له طالبانو سره ګډ ټاکنیز ټکټ ولرو

حکمتیار: تیار یم له طالبانو سره ګډ ټاکنیز ټکټ ولرو

Dec 16, 2018 - 20:06

کابل (پژواک ٢٥ لیندۍ ٩٧): حکمتیار د سولې لپاره د مشورتي بورډ په عوض پر باصلاحیته پلاوي د ټينګار تر څنګ وايي، حکومت د سولې په نوم له حزب اسلامي سره کړې لوبه له طالبانو سره هم تکراروي.

دغه راز حکمتیار د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نه بایومتریک شويو رایو د لغوه کېدو غوښتنه کوي او په راتلونکو ټاکنو کې یې د اجرایه ریاست له موجودیت سره مخالفت کړی او زیاته کړې یې ده، تیار دی چې له طالبانو سره ګډ ټاکنیز ټکټ جوړ کړي.

د سولې مشورتي بورډ

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې په خبري ناسته کې وویل: ((سوله زموږ لومړیتوب دی او موږ د سولې لپاره د هر کېدونکي اقدام ملاتړ کوو.))

خو هغه زیاته کړه، د حکومت له کړنو څرګندېږي چې د سولې لپاره هېڅ ډول طرحه، توانمندي او اراده نه لري او غواړي د سولې په نوم له حزب اسلامي سره کړې لوبه له طالبانو سره هم ترسره کړي.

د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شو او حکمتیار د ۱۳۹۶ کال د غويي په میاشت کې لومړى لغمان کې څرګند او وروسته کابل ته راغی.

د هغه په خبره، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو لپاره له دولت او طالبانو غوښتي چې با صلاحیته پلاوی وټاکي، خو افغان حکومت د باصلاحیته پلاوي د معرفي کولو پر ځای د سولې مشورتي بورډ جوړ کړ. د دې له نوم څخه ښکاري چې دغه بورډ یواځې مشوره ورکوي او تصمیم خپله ولسمشر نیسي.

افغان حکومت د روانې میاشتې په ۲۰مه د حکمتیار او نورو جهادي او سیاسي مشرانو، ولسمشر او مرستیالانو یې، اجرائیه رییس او د هغه مرستیالانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو د رییسانو، قاضي القضات او څو نورو حکومتي چارواکو په ګډون د سولې د عالي ۳۳ کسیز مشورتي بورډ اعلان کړ.

حکمتیار وویل، ټولو سیاسي ګوندونو د سولې مشورتي بورډ رد کړی دی او له دولتي ټيم پرته هېڅ کس حاضر نه شو چې د یاد بورډ غړیتوب ولري.

هغه زیاته کړه، که حکومت د سولې لپاره رښتینې اراده لري، باید باصلاحیته پلاوی مشخص کړي چې د مشورې تر څنګ د تصمیم نیونې صلاحیت هم ولري.

نوموړي وویل، دغه پلاوی باید د ولسمشر، اجرائیه رییس او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د رییسانو تر څنګ له داسې کسانو جوړ شي چې سولې ته ژمن وي، د جګړې د دوام مخالف وي او د مهمو تصامیمو وړتيا ولري.

هغه په ډاګه کړه، له اوسني وضعیت څخه داسې انګېرل کېږي چې دولت د سولې په مسایلو کې د ولسي جرګې د ټاکنو په څېر چلند کوي.

حکمتیار په داسې حال کې دغه نیوکې مطرح کړې چې له دې مخکې ځينو سیاسي ګوندونو او جریانونو هم د «سولې د عالي مشورتي بورډ» په جوړښت نیوکې کړې او ویلي یې دي، سیاسي ګوندونه په دغه ترکیب کې ځای نه لري.

د ولسي جرګې ټاکنې

په ۳٢ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه او په کندهار کې تردې يوه اونۍ وروسته ترسره شوې.

د حزب اسلامي مشر د ولسي جرګې ټاکنې شرمناکې او له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل، د ټاکنو پایلې د دولتي چارواکو په فرمایش تنظیم شوې او په زیاتره ولایتونو کې د سلګونه زرو امریکايي ډالرو په بدل کې بریالي نوماندان ناکامه شوي او ناکام نوماندان بریالي شوي دي.

حکمتیار زیاته کړه: ((ګوندونه د ټاکنو دغه پایلې نه مني، له خپلې موضوع هم نه شاته کېږي او پر مناسب وخت به غبرګون وښيي.))

نوموړي وویل: ((موږ ته طالبان پیغور راکوي چې سنګر مو پرېښود، ومو وغوښتل چې د ټاکنو له لارې بدلون راولئ، دا یې هم پایله!!! هو! د دولت دغه شرمناکه کار د وسله والو طالبانو تبر ته لاستی واچاوه.))

هغه روښانه کړه: ((د امریکا پخواني سفیر ماته وویل، که حزب اسلامي د ولسي جرګې په ټاکنو کې زیاتې رایې ترلاسه کړي، موږ یې حکومت منو.))

د هغه په باور، له مخالفتونو او درغلیو سره - سره حزب اسلامي وکولای شول زیاتې رایې ترلاسه کړي. هغه وویل، د حزب اسلامي نوماندانو د ټولو رایو یو پر درېیمه برخه ترلاسه کړې ده.

نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا د کابل د رایو د باطل اعلانول د حزب اسلامي د سیالانو او حریفانو له لوري پلان شوی عمل وباله او ویې ویل، د کابل د رایو د باطل اعلانولو دلیل دا وو چې د حزب اسلامي زیاتره نوماندان بریالي وو.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکنیزو کمېسیونونو اعلان کړی چې د کابل رایو د باطل اعلانولو پر تصمیم د بیاکتنې پرېکړه وکړه او ټاکل شوې چې تر راتلونکو څو ورځو د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان شي.

حکمتیار وویل، د ولسي جرګې د ټاکنو بحران یواځې د نه بایومتریک شوو رایو په باطلولو د حل وړ دی، له هغې پرته د ولسي جرګې ټاکنې باید لغوه او د راتلونکو ولسمشریزو او نورو ټاکنو سره یو ځای باید ترسره شي.

د حزب اسلامي مشر زیاته کړه: ((د نه بایو متریک شوو رایو باطل اعلانول نه یواځې زموږ غوښتنه ده، بلکې د ټولو احزابو او ۲۳۰۰ نوماندانو غوښتنه ده.))

نوموړي وویل، که مسوولان د نوماندانو او ګوندونو غوښتنې ته پاملرنه ونه کړي، راتلونکی مسوولیت یې پر خپله غاړه دی.

ولسمشریزې ټاکنې

د ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د وري ۳۱مه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نېټه ټاکلې ده.

حکمتیار ټینګار وکړ، اوس باید د راتلونکو لسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنیز ټکټ پر جوړېدو تمرکز وشي، څو راتلونکی ولسمشر یو دیکتاتور نه وي.

حکمتیار وویل، حزب اسلامي نه غواړي په خپلواک ډول په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي او یا ورته نوماند معرفي کړي، بلکې غواړي له نورو سیاسي ګوندونو او جریانونو په مشوره واحد نوماند معرفي کړي.

نوموړي وویل، حزب اسلامي تقریبا له ټولو احتمالي نوماندانو سره کتلي دي او ډېر ژر به د «میسم» تر نامه لاندې د ګوندونو د شورا نوماند مشخص شي.

د ملي وحدت ستره اجماع «میسم» کې د حزب اسلامي په ګډون څو ګوندونه شامل دي چې د تېرې تلې ن میاشت کې جوړه شوې ده.

د حزب اسلامي مشر وویل، په راتلونکو ټاکنو کې د حزب اسلامي لپاره د اجرائیه ریاست د منلو وړ نه دی او په نظام کې باید هر ډول بدلون د قانون له مخې او د لویې جرګې له لارې راشي.

ده وویل: ((زموږ موضوع روښانه ده، په داسې ټکټ کې به نه وو چې اجرائیه ریاست په کې موجود وي، په داسې ټکټ کې به نه وو چې قدرت په کې وېشل کېږي، په داسې ټکټ کې به نه یو چې په هغو کې د واک خپلواکې جزيرې وي.))

نوموړي دغه راز وویل، میسم ته یې د طالبانو د ګډون لپاره هغوى ته لیک استولی چې په یوه درېیم هېواد کې سره وګوري او په دې اړه د دوی ځواب ته په تمه دی.

هغه وویل: ((طالبانو ته مو وړاندیز دا دی ‎چې له نورو سیاسي ګوندونو او جریانونو، مدني بنسټونو، قومي شوراګانو او اغېزناکه کسانو سره تیار یو چې له تاسو سره په ګډه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند او مرستیالان یې و ټاکو.))

ده دغه راز وویل، د ټاکنو د ځنډېدو او موقتې ادراې لپاره هېڅ دلیل نشته، ځکه که طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شي، د پنځو میاشتو په جریان کې یوځای کېدلاى شي او ټاکنې د سولې لپاره خنډ کېداى نه شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement