د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دولت د غور په اتو ولسوالیو کې ښځینه کارکوونکې نه لري

دولت د غور په اتو ولسوالیو کې ښځینه کارکوونکې نه لري

Dec 16, 2018 - 17:30

فیروزکوه (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): په داسې حال کې چې د افغانستان بشري قوه په دولتي ادارو کې د ۳۰ سلنه ښځو پر موجودیت ټینګار کوي، خو د غور په اتو ولسوالیو کې هېڅ ښځینه کاروکوونکې د ملکي خدماتو په برخه کې دنده نه لري.

د غور له ۴۸ دولتي ادارو په ۲۵ کې او د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې تر اوسه هم د ملکي خدماتو په برخه کې حتی پر اجیر بست هم هېڅ ښځینه کارکوونکې دنده نه لري.

د غور د مرکز فېروزکوه په ګډون، تیوره، لعل او سرجنګل، دولینه، چهارسده، تولک، شهرک، ساغر، دولتیار او پسابند ولسوالۍ د غور له یادو لسو اداري واحدونو دي.

له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د حکومت د ژمنو پر اساس، د ملکي خدماتو په ادارو کې باید د ښځو ګډون تر ۲۰۱۸ کاله له ۲ سلنه زیاتې شي او دغه شمېره باید تر ۲۰۲۰ کال پورې تر ۳۰ سلنې ورسېږي.

د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون دې موخې ته د رسېدو لپاره تېر کال د مرغومي په ۲۰مه په دولتي ادارو کې د ښځینه کاروکوونکو د زیاتېدو لپاره «د ملکي خدماتو په ادارو کې د ښځو ګډون د زیاتېدو پالیسي» په نوم یوه طرحه خپره کړه چې په ملکي خدماتو کې د سختو معیارونو د اسانه کولو، له جذب مخکې، وروسته او د جذب په مرحلو کې اسانتیا، په کاري چاپېریال کې خوندیتوب، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د یادې طرحې برخې دي.

دغه راز یاده پالیسي په کاري چاپېریال کې د ښځو د ورځنیو تجربو، مشاهدو او په افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو له وضعیته د تحلیل پر اساس برابره شوې او اساسي موخه یې د ښځو لپاره د ممکنه اسانتیاوو رامنځته کول، د خوندي کاري چاپېریال رامنځته کول او په ملکي خدمتونو کې د زیات ګډون لپاره د ښځو هڅول دي. د یادې پالیسی مخاطب په افغانستان کې د ملکي خدمتونو ټولې ادارې دي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې په اغېزمن ډول لومړی تطبیق کوونکی بنسټ دی او د ملکي خدمتونو نورې ادارې یې هم د تطبیق مسوولیت لري.

په دې طرحه کې راغلي، کمېسیون په دولتي بنسټونو کې د یادې پالیسۍ د تطبیق څارنه کوي.

په ورته وخت کې په غور کې د ښځو حقونو ملاتړي بنسټونه وايي، په غور کې د دولتي کارکوونکو د جذب په بهیر کې فساد په دغه بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو د کمېدو لامل شوی دی.

په دغه ولایت کې د افغان مېرمنو شبکې مسوولې نوریې نوید وویل: ((لسګونه لوستې ښځې په دولتي ادارو کې د دندې قصد لري، خو د جذب په بهیر کې د شفافیت نه موجودیت، پر ضوابطو د روابطو حاکم کېدل او د کاري تجربې نه لرل دولتي اداردو ته د ښځو د نه بریالیتوب سبب ګرځېدلي دي.))

نوموړي زیاته کړه، د سختو رقابتي پروسو، کاري تجربې د نه درلودلو د پلمې او له لوړپوړو چارواکو سره د نه پېژندل له امله هغه لوستې نجونې هم له جذب پاتې کېږي چې د اداري دندې وړتیا لري.

په غور کې د ښځو چارو ریاست د قضايي تعقیب مدېره زرمینه کشتیار د رسم او رجوانو پیروي، د زده کړو د سند نه لرل او واسطه د جذب پروسې هغه لاملونه بولي چې په دولتي ادراو کې یې د ښخو د حضور مخه ډب کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: ((زموږ په خپله اداره کې شپږ ښځې کار کوي، په یو او دوو نورو ادارو کې هم ښځې شته او په نورو دولتي ادراو کې ښځې په اجیرو بستونو کې کار کوي.))

د غور ولایت د بشري حقونو د کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس مبارک رضایي هم د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو ګډون کم و باله او ویې ویل،  له رسم او رواجونو پیروي او د تحصیلي سند نه لرل د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون د کمېدو لاملونه شوي.

نوموړي زیاته کړه: ((د غور په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون د نورو ولایتونو په پرتله ډېر کم دی او دې برخې ته تر اوسه د پام وړ توجه نه ده شوې.))

د هغه په خبره، د تعلیمي او تحصیلي فرصتونو نه پیدا کېدل، د غور په زیاتره سیمو کې د ښځینه ښوونځیو بندپاتې کېدل، سنتي لید او له کوره د نجونو د وتلو شرم ګڼل هغه عمده لاملونه دي چې په ټولنه کې د ښځو د حضور خڼد ګرځېدلي دي.

په ورته وخت کې د غور د بشري سرچینو رییس جمشېد احمدي د تحصیلي سند د نه لرلو له امله په رقابتي پروسو کې د ښځو ګډون کم بولي خو زیاتوي، هڅه کوي چې د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون سلنه ۲۵ ته زیاته کړي.

د فیروزکوه ښار اوسېدونکې فریده لیسانس سند لري، خو نه ده توانېدلې چې په دولتي ادارو کې دنده ولري.

هغې وویل، څو ځله یې دولتي بستونو ته د سیالۍ لپاره غوښتنلیک ورکړی، خو د کاري تجربې د نه درلودو له امله حتی شارټ لېست شوې هم نه ده.

د نوموړې په خبره، څو چې باسواده کسانو ته کاري زمینه مساعده نه شي څه ډول کاري تحربه پیدا کړي.

نوموړې زیاته کړه: ((زه درې کاله مخکې له پوهنتون څخه فارغه شوې یم، څو ځله دولتي بستونه اعلان شول، نوم لیکنه مې ورته وکړه او تل چې شارټ لېست اعلان شي زما نوم په کې نه وي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement