جلال اباد (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۹۷): امنيتي مسوولين وايي، د ننګرهار خوږياڼو او سره رود ولسواليو کې د عملياتو پرمهال ۱۳ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر کلي د وسله والو له فعاليت څخه پاک شوي دي.
د قهر سيلاب نمبر ۱۹ په نوم دغه عمليات دوه اوونۍ وړاندې د څلورمې پلې لوا په مشرۍ د ملي، سرحدي او عامه نظم پوليسو او ملي امنيت موظفينو له لوري د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ پيل شوي دي.
چارواکي وايي، د عملياتو موخه په سيمه کې د داعش او طالب وسله والو ځپل، ملکي حکومتولۍ ته د زمينې برابرول او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د امنيت تامين دی.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د ليندۍ په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات د سره رود ولسوالۍ له دوه سرکې پيل شوي او اوس د خوږياڼو ولسوالۍ لرو پرتو سيمو ته رسېدلي دي.
هغه زياته کړه، د عملياتو په لومړي پړاو کې د سره رود ولسوالۍ اړوند شمشه پور، فتح اباد، چمتله، کوز ککړک او بر ککړک کلي او د خوږياڼو اړوند بر ارغچ، ګړباوه، خوارانو خوړ، خوارانو ډاګ، غربان، بازارغربان، میاه ګان، بخت خېلو، کیلغو، زاوه، حکیم اباد، اتمان خېل او رييس خېل کلي د وسله والو له فعاليتونو پاک شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال دغه عمليات د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د بهارونو په سيمه کې روان دي او تر اوسه تر ډېره د وسله والو له کلک مقاومت سره نه دي مخ شوي.
دی وايي، د عملياتو پرمهال د زنداني په نوم د يوه مشهور طالب قوماندان په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي، دوه ټپيان دي او دغه راز ۱۶ ميله بېلابېل ډوله درنه او سپکه وسله هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
د قول اردو دغه مسوول دا يادونه هم وکړه چې عملياتو کې د نشه يي توکو د توليد او پروسس درې کارخانې هم له منځه وړل شوې دي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي که څه هم له دغو عملياتو خوښ دي، خو وايي، تر عملياتو وروسته بايد سيمه کې اضافي سرتېري ځای پر ځای او يا هم د سيمه ييزو پوليسو تشکيلات زيات شي.
د سره رود ولسوالۍ د شمشپور سيمې يوه قومي مشر ملک عبدالله خان پژواک ته وويل، تر پخوا اوس امنيت ډېر ښه شوی؛ خو د تلپاتې کېدو لپاره يې بايد کار وشي.
هغه وويل: ((موږ د دغو عملياتو ملاتړ کوو؛ خو داسې نه شي چې دوی مخکې ځي او وسله وال يې شاته ځای نيسي، دلته بايد اضافي سرتېري ځای پرځای شي.))
دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ د بخت خېلو سيمې يوه قومي مخور حاجي عبدالوهاب ټينګار وکړ چې د دايمي امنيت لپاره بايد د سيمه ييزو پوليسو تشکيلات زيات کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن