ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ګرمسير کې د عملياتو پرمهال لس هټۍ سوځېدلې دي

د هلمند ګرمسير کې د عملياتو پرمهال لس هټۍ سوځېدلې دي

author avatar
16 Dec 2018 - 15:37
د هلمند ګرمسير کې د عملياتو پرمهال لس هټۍ سوځېدلې دي
author avatar
16 Dec 2018 - 15:37

لښکرګاه(پژواک، ۲۵ لیندۍ ۹۷): د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو دعمليات په ترڅ کې لس هټۍ سوځېدلي او يو شکمن کس نيول شوى دى.

د هلمند د والي وياند عمرځواک د ليندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو صفر درې قطعې د ګرمسير ولسوالۍ د دروېشان سيمې په اميراغاز بازار کې عمليات کړي دي.

هغه وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو يو دوه اتاقه کلينيک او د نشه يي او چاودېدونکو توکو ځايونه ويجاړ شوي دي.

ځواک وايي چې په دغو عملياتو کې څوک نه دي وژل شوي، خو يو شکمن کس نيول شوى او يو عراده موټر او شپږ عرادې موټرسايکلونه سوځول شوي دي.

ده زياته کړه چې د عملياتو پرمهال د کمپيوټر دوه دوکانونه هم تخريب شوي او يوه تومانچه او يوه اندازه مرمۍ امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

ځواک وايي چې د عملياتو پرمهال طالبان له سيمې تښتېدلي او چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې څلور د طالبانو د تارياکو دوکانونه او شپږ د ملکي خلکو دوکانونه سوځول شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي پاچا پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې سوځول شوي ټول دکانونه د عامو خلکو دي.

ده زياته کړه: (( دا دوکانونه د خلکو دي، طالبانو پورې هيڅ اړه نه لري، خلکو ميليونه افغانۍ تاوان کړى، په دې کار خلک سخت له حکومت څخه خپه دي.))

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري په دغو عملياتو کې د ملکي خلکو دوکانونه سوځول شوي دي.

هغه وايي چې د دې پېښې له امله ملکي خلکو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.