ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د کونړ د ملکي وګړو مرګ ژوبله څېړل کېږي

ملګري ملتونه: د کونړ د ملکي وګړو مرګ ژوبله څېړل کېږي

author avatar
16 Dec 2018 - 16:10
ملګري ملتونه: د کونړ د ملکي وګړو مرګ ژوبله څېړل کېږي
author avatar
16 Dec 2018 - 16:10

اسعداباد- کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٧): ملګري ملتونه وايي چې يو ټېم يې د کونړ ولايت په عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

د افغان ځواکونو په مشرۍ او د نړيوالو ځواکونو په همکارۍ دغه عمليات درې ورځې د کونړ ولايت په شلطن ولسوالۍ کې ترسره شوي وو.

د ملي دفاع وزارت او د کونړ والي وايي چې په دغو عملياتو کې د القاعدې او طالبانو د مهمو قوماندانانو تر څنګ تر ٤٠ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي، خو دا هم مني چې په دې عملياتو کې ١٥ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خو په ولسي جرګه کې د کونړ وکيل سخي مشواڼى وايي چې په عملياتو کې تر ٥٠ زيات ملکي وګړي وژل شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شته.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې يو ټيم يې په دې اړه پلټنې پيل کړې او کله چې بشپړ شوې، پايلې به يې له رسنيو او خلکو سره شريکې شي.

بلخوا د کونړ د ولايتي شورا مرستيال عبداللطيف فضلي پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې ١١ ماشومان او درې ښځې هم وژل شوې دي.

خو هغه زياتوي چې وژل شوي ملکي وګړي هم د طالب قوماندان شريف الله چې په معاويه مشهور و، سره تړاو درلود.

د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې  د کونړ پېښه په سمه توګه څېړل کېږي.

هغه زياته کړې وه، هر چا چې په دغو عملياتو کې وظيفوي غفلت کړى او يا يې غلط معلومات شريک کړي، د قانون په چوکاټ کې به ورسره چلند وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.