ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه انلاین اطلاعاتي بانک پرانیستل شو

په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه انلاین اطلاعاتي بانک پرانیستل شو

author avatar
16 Dec 2018 - 18:33
په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه انلاین اطلاعاتي بانک پرانیستل شو
author avatar
16 Dec 2018 - 18:33

 کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٧): د افغانستان د عدلیې وزیر په هېواد کې د انساني قاچاق په اړه د انلاین اطلاعاتي بانک د پرانیستې پر مهال وویل، ځینې امنیتي پولیس د انساني قاچاق له قربانیانو سره ښه چلند نه کوي.

 د عدليې وزیر او په افغانستان کې د کډوالو او انساني قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون عمومي رییس عبدالبصیر انور نن په کابل کې د انساني قاچاق د اطلاعاتي بانک د انټرنېټي پاڼې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، امریکا د دغه اطلاعاتي بانک په برخه کې مرسته کړې ده. 

هغه زیاته کړه، د انساني قاچاق په اړه ټول معلومات په دې پاڼه کې وي چې کولای شئ له هغې ګټه واخلئ.

 انور له جزيیاتو پرته انساني قاچاق په افغانستان کې لویه ستونزه وبلله او د ارقامو له یادولو پرته یې وویل، په افغانستان کې د انساني قاچاق ډولونه موجود دي.

د ده په خبره، په ځینو مواردو کې د انساني قاچاق قربانیان د امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه پولیسو له خوا ځورول کېږي.

د کډوالو نړیوال سازمان د معلوماتي مديریت(IOM) مسوول اکرام الله قریشي په دغه مراسمو کې وویل، په یاد اطلاعاتي بانک کې د قربانیانو، انساني قاچاقبرانو، اړوند کمېسیون او نورو په اړه معلومات شامل دي او هر اړوند بنسټ کولای شي له هغو څخه په انلاین ډول ګټه واخلي.

 د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې(USAID) د ماموریت مرستیال الیزابت چمبرز وویل، د دغه اطلاعاتي بانک جوړېدل په افغانستان کې د انساني قاچاق د پېښو د کمولو لپاره غوره اقدام دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.