د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کندهار کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Dec 16, 2018 - 14:28

کندهار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): د کندهار په ښورابک او میوند ولسوالیو کې په څو جلا پېښو کې ۱۶ پولیسو او ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه تېره شپه د ښورابک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه یوه بجه د ښورابک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې لسګونو وسله والو د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته برید کړی چې د دواړو لورو ترمنځ د سهار تر څلورو بجو جګړه روانه وه.

دی وايي، په جګړه کې ۷ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي چې د ۴ جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

دغه راز ده وویل چې په دې جګړه کې ۷ سرحدي پولیس هم وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

خو وسله وال طالبان په دغه برید کې د ۱۷ سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي، طالبانو د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو تر منځ د سرو څاهانو په سیمه کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی، پوسته یې نیولې او ۱۷ سرتېري یې وژلي دي.

دی وايي،  طالبان له پولیسو یې یو رينجر موټر او ۱۳ میله وسلې هم نیولې دي.

خو امنیتي چارواکي د وسله والو دا ادعا ردوي.

د یوه بل خبر له مخې، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۵ پولیس وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د میوند ولسوالۍ د خاک چوپان په امنیتي پوسته کې شوې ده.

ده زیاته کړه، یو کس چې له وسله والو طالبانو سره یې اړیکې لرلې، دغې پوستې ته د مېلمه په توګه ورغلی چې وروسته وسله والو طالبانو د دغه کس په مرسته پر امنیتي پوسته برید کړی دی.

دی وايي، په دې پېښه کې پنځه پولیس وژل شوي او ۱ بل پولیس ټپي شوی دی.

د ده په خبره، له برید وروسته له وسله والو سره اړیکه لرونکی کس تښتېدلی دی.

دی وايي، د امنیې قوماندانۍ یو پلاوی سیمې ته تللی، څو دغه موضوع وڅېړي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت منلی دی.

 

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د میوند په خاک چوپان کې د دوی ۲ تنو نفوذي کسانو په پوسته کې مېشت ۶ پولیس وژلي او یو بل یې د تېښتې په حال کې ټپي کړی دی.

د یادونې ده چې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د شپې له پلوه پر امنیتي پوستو د وسله والو بریدونو زور اخیستی چې له امله یې د پولیسو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو د ځپلو په موخه ژمني عملیات هم پيل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار وخته کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ناټو ځواکونو د موټرو پر کاروان د ماین چاودنه شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه هغه مهال شوې چې بهرني ځواکونه په ګزمه بوخت وو.

دی وايي، دا چې چاودنه په لږ لیرې واټن کې شوې، کوم مالي او ځاني زیان یې نه دی اړولی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement