ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کندهار کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
16 Dec 2018 - 14:28
په کندهار کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
16 Dec 2018 - 14:28

کندهار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): د کندهار په ښورابک او میوند ولسوالیو کې په څو جلا پېښو کې ۱۶ پولیسو او ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه تېره شپه د ښورابک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه یوه بجه د ښورابک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې لسګونو وسله والو د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته برید کړی چې د دواړو لورو ترمنځ د سهار تر څلورو بجو جګړه روانه وه.

دی وايي، په جګړه کې ۷ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي چې د ۴ جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

دغه راز ده وویل چې په دې جګړه کې ۷ سرحدي پولیس هم وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

خو وسله وال طالبان په دغه برید کې د ۱۷ سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي، طالبانو د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو تر منځ د سرو څاهانو په سیمه کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی، پوسته یې نیولې او ۱۷ سرتېري یې وژلي دي.

دی وايي،  طالبان له پولیسو یې یو رينجر موټر او ۱۳ میله وسلې هم نیولې دي.

خو امنیتي چارواکي د وسله والو دا ادعا ردوي.

د یوه بل خبر له مخې، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۵ پولیس وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د میوند ولسوالۍ د خاک چوپان په امنیتي پوسته کې شوې ده.

ده زیاته کړه، یو کس چې له وسله والو طالبانو سره یې اړیکې لرلې، دغې پوستې ته د مېلمه په توګه ورغلی چې وروسته وسله والو طالبانو د دغه کس په مرسته پر امنیتي پوسته برید کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.