نیلی (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): د دایکنډي امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې ۱۰ امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ درې پوستې طالبانو نیولې دي.
د دایکنډي امنیه قوماندان غلام سخي غفاري پژواک خبري اژ انس ته وویل، په یاد برید کې چې تېره نیمه شپه د پاتو ولسوالۍ په تمزان کلي کې پیل او تر اوسه دوام لري، لږ تر لږه دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
نوموړي د دې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او د تمزان کلي د کوتل یو کیلومتری ته چې د ولایت له مرکز سره ګډه پوله لري، را رسېدلي دي.
د ده په خبره، که هوايي اقدام ونه شي، د یادې جګړې لمن به د ولایت تر مرکزه وغځېږي.
هغه زیاته کړه، تر اوسه د تمزان کلي درې امنیتي پوستې طالبانو نیولې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن