کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۷): د افغانستان د ټاکنو او روڼتيا د څار اداره ( ایتوا) او د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې بهیر د درغلۍ لپاره زمینه برابرونکی بولي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دغه بهیر له روڼوالي سره مخته تللی.
د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې شاوخوا دوه میاشتې مخکې ترسره شوې. د شکایتونو په اساس د ځینو مرکزونو رایې بیا وشمېرل شوې. د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ۲۹ ولایتونو د ټاکنو پایلې اعلان کړې چې له اعتراضونو سره مل وې.
د افغانستان پر ټاکنو او روڼتيا د څار(ایتوا) مرستیال شاه محمود مل نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه بنسټ د رایو د بیا شمېرنې بهیر ارزولی دی.
هغه زیاته کړه، د رایو د بیاشمېرنې په بهیر کې بې نظمۍ، د بیا شمېرنې د بهیر د کارکوونکو نه بېطرفي،د ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ د همکارۍ نه موجودیت، د څارونکو او کمېسیون د کارکوونکو تر منځ اختلاف، د مديریت کمزورتیا، نخنیکي ستونزې، سرغړونې او نورې ستونزې لیدل شوې
دغه راز نوموړي وویل، د سیاسي ګوندونو او نوماندانو د څارونکو د لاسوهنې او د رایو د بیا شمېرنې د محلونو د کم شمېر له امله دغه بهیر سست او حتی زیاتره وخت درېدلی دی.
ده زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون یو شمېر نوماندان په یو ډول د ځانګړو نوماندانو یا سیاسي ګوندونو ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، که دغه بهیر په همدې ډول دوام ولري ممکن د راتلونکې مرحلې لکه د وروستیو پایلو اعلان هم له ځنډ سره مخ کړي.
د رایو د بیا شمېرنې د چټکتیا لپاره د ډېرو کاري ټېمونو رامنځته کول، د رای شمېرنې له بهیر څخه د څار د میکانېزم رامنځته کول، د بې طرفۍ د ساتنې لپاره د رایو د بیا شمېرنې بهیر د کارکوونکو ګومارنې ته بیا کتنه،ددغه بهیر مديریتي طریقې ته بیا کتنه، د ټاکنیزو کمېسیونونو، څارونکو او کتونکو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول د دغه بنسټ وړاندیزونه دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د رایو د بیا شمېرنې بهیر د درغلۍ لپاره زمینه برابرونکې بولي.
په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د بیا شمېرنې بهیر د درغلۍ لپاره زمینه برابرونکى وباله او ویې ویل، همدا اوس د ټاکنو په کمېسیون کې یوه رایه په دوه سوه ډالرو پلورل کېږي.
هغه په ټاکنو کې پراخو درغلیو او سرغړونو ته د رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، ملي شورا د سرمایه دارانو ځای نه دی او نه باید کمېسیون اجازه ورکړي چې دې جرګې ته د پیسو په واسطه داخل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن