ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د يوه پخواني جهادي قوماندان پر ضد لاريون وشو

بغلان کې د يوه پخواني جهادي قوماندان پر ضد لاريون وشو

author avatar
17 Dec 2018 - 17:17
بغلان کې د يوه پخواني جهادي قوماندان پر ضد لاريون وشو
author avatar
17 Dec 2018 - 17:17

پلخمري(پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٧ ): د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ لسګونو قومي مشرانو د يوه پخواني جهادي قوماندان جلال باجګاهي پر ضد لاريون وکړ او نوموړى يې له خلکو پر باج اخيستو تورن کړ.

دغه قومي مشران نن د ليندۍ ٢٦مه په مرکز پلخمري کې تر لاريون وروسته د ولايت مقام مخ ته سره را ټول شول.

لاریون کوونکو د خنجان ولسوالۍ پر اوسېدونکي حاجي جلال باجګاهي تور پورې کړ چې وسله وال کسان لري او له کوچيانو څخه د څر ځايونو په بدل کې باج اخلي.

يو تن لاريون کوونکي عبدالمتین شینواري وويل: (( زموږ خلک له کلونو راهیسې له یو زورواکي چې نا مسوله وسله وال لري،ځورول کیږي  هغه له دولتي واک غلطه ګټه پورته کوي،  ځکه یې  پروړاندې  غږ پورته کوو او راغلي یو چې والي ته بیا ځل شکایت وکړو ترڅو حکومت یې د ظلم مخه ونیسي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي ملا روزي هم وویل چې د دوشي او خنجان ولسوالیو په غرنیو سیمو کې د څر ځايونو قباله او اسناد لري، خو جلال باجګاهي د دغو سيمو په بدل کې باج ترې اخلي.

همدارنګه يو بل لاريون کوونکي حاجي پهلوان جلیل وويل: (( په يوه شپه کې يې له ما څخه د ټوپک په زور ١٨٢ زره افغانى او پنځه وري واخستل.))

دوى وويل، که چيرې حکومت يې دغه ستونزه هواره نه کړي د کابل-شمال لويه لار به د ترافيکو پر مخ وتړي.

د لاريون کوونکو په ځواب کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي وويل چې ډېر ژر به يو پلاوى وټاکي ترڅو دغه مسله وڅېړي.

والي وویل: (( جلال باجګاهي  له نږدې پېژنم هغه به ولايت ته را وغواړم ترڅو د مسلې حل پيدا کړم.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د باجګاهي په نظر اخيستو ونه وتوانيدو.

د يادونې ده چې جلال باجګاهي د خنجا ن ولسوالۍ د باجګاه سیمې اوسېدونکى او پخوانى جهادى قوماندان دى، چې په روان کال کې يې د ولسي جرګې لپاره ځان هم نوماند کړى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.