ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سولې خبرې کړې

خليلزاد د اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سولې خبرې کړې

author avatar
17 Dec 2018 - 09:24
خليلزاد د اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سولې خبرې کړې
author avatar
17 Dec 2018 - 09:24

کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٧): د افغان سولې په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو له وزیر سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د اماراتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد پرون په  ابوظبۍ کې د بهرنيو چارو له وزير شيخ عبدالله بن زايد النهيان سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د افغانستان د سولې پروسې، د دواړو هېوادونو پر اړيکو او پر يو شمېر نورو نړيوالو موضوعاتو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې شيخ النهيان د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د امريکا د ځانګړي استازي د هڅو او هلو ځلو ملاتړ وکړ.

نوموړي دغه راز له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو ډاډ هم ورکړ.

د امريکا ځانګړي استازي د افغان سولې او له دغه هېواد سره د نورو بشري مرستو په برخه کې د اماراتو له مرستو او همکاريو قدرداني کړې ده.

خليلزاد په داسې حال کې د اماراتو د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي چې نن په دغه هېواد کې د افغان سولې په اړه څلور اړخيزه ناسته کېږي.

ويل کېـږي چې په دې ناسته کې د افغانستان، اماراتو، سعودي او امريکا استازي ګډون کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.