د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغان سولې په اړه د څلورو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په کچه غونډه وشوه

د افغان سولې په اړه د څلورو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په کچه غونډه وشوه

Dec 17, 2018 - 16:08

کابل (پژواک، ٢٦  لېندۍ ٩٧): په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په اړه د څلورو هېوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو په کچه غونډه ترسره شوه.

د افغانستان د ملي شورا وياند طارق ارين د لېندۍ په ٢٦مه پژواک  خبري اژانس ته وويل چې دا څلور اړخيزه غونډه پرون په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو او استازو برخه اخيستې وه.

نوموړي وويل چې د دې غونډو لومړۍ هغه یې تېر کال په امريکا کې شوې وه او دا د دې لړۍ څلورمه غونډه وه.

بلخوا د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په خپله ټويټرپاڼه کې د اماراتو له حکومته مننه کړې ده چې د دې غونډې کوربه توب يې وکړ.

هغه زياته کړې چې په دې غونډه کې يې د جنيوا کنفرانس پر مهال د ولسمشر اشرف غني له خوا اعلان شوې د سولې پر تګلارې په تفصيل سره خبرې وشوې.

محب ويلي چې ولسمشر په دې تګلاره کې د بين الافغاني مذاکراتو په لړ کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ پر نېغو خبرو ټينګار کړى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement