د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې مشورتي بورډ: د خبرو صلاحیت د حکومت دی، نه د سیاسي ګوندونو

د سولې مشورتي بورډ: د خبرو صلاحیت د حکومت دی، نه د سیاسي ګوندونو

Dec 17, 2018 - 15:32

 

کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٧): د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د سولې مشورتي بورډ غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

له ارګه د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو د مشورتي بورډ جوړولو په اړه د ولسمشر طرحه او نوښت وستایه او د سولې مشورتي بورډ د پراختیا او دندو په اړه یې خپلې مشورې او وړانديزونه شریک کړل.

سرچينې زياته کړې، د سولې مشورتي بورډ غړو افغان دولت له لارې له طالبانو سره پر مذاکرې ټینګار وکړ، وې ویل، د هېواد د اساسي قانون له مخې د مذاکرې صلاحیت د حکومت دی، نه د سیاسي ګوندونو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله وویل، د سولې په اړه چې کوم اقدامات کېږي، له ټولو سره شریکېږي او پټ څه وجود نه لري.

ده زياته کړې: ((موږ ټول باید په اوسنیو شرایطو کې د سولې ملاتړ وکړو او  پر بېلابېلو نومونو  ونه وېشل شو. هغه په ټینګار سره وویل، د سولې د خبرو اترو لپاره د یوه مسوول بنسټ په توګه د حکومت چتر حتمي دی.))

سرچينه وايي، د دې غونډې په پای کې ولسمشر غني د یاد بورډ د دندو د تصحیح او پراختیا په اړه د سولې مشورتي بورد د غړو له مشورو او وړانديزونو په مننې په ډې اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د سياسي، جهادي مشرانو او ملي شخصيتونو د سولې د مشورو لپاه يو مشورتي بورډ اعلان کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement