کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٧): د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د سولې مشورتي بورډ غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
له ارګه د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو د مشورتي بورډ جوړولو په اړه د ولسمشر طرحه او نوښت وستایه او د سولې مشورتي بورډ د پراختیا او دندو په اړه یې خپلې مشورې او وړانديزونه شریک کړل.
سرچينې زياته کړې، د سولې مشورتي بورډ غړو افغان دولت له لارې له طالبانو سره پر مذاکرې ټینګار وکړ، وې ویل، د هېواد د اساسي قانون له مخې د مذاکرې صلاحیت د حکومت دی، نه د سیاسي ګوندونو.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله وویل، د سولې په اړه چې کوم اقدامات کېږي، له ټولو سره شریکېږي او پټ څه وجود نه لري.
ده زياته کړې: ((موږ ټول باید په اوسنیو شرایطو کې د سولې ملاتړ وکړو او پر بېلابېلو نومونو ونه وېشل شو. هغه په ټینګار سره وویل، د سولې د خبرو اترو لپاره د یوه مسوول بنسټ په توګه د حکومت چتر حتمي دی.))
سرچينه وايي، د دې غونډې په پای کې ولسمشر غني د یاد بورډ د دندو د تصحیح او پراختیا په اړه د سولې مشورتي بورد د غړو له مشورو او وړانديزونو په مننې په ډې اړه لازمې لارښوونې وکړې.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د سياسي، جهادي مشرانو او ملي شخصيتونو د سولې د مشورو لپاه يو مشورتي بورډ اعلان کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن