ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د څلورو نورو ولایتونو مخکښ نوماندان اعلان شول

د ولسي جرګې د څلورو نورو ولایتونو مخکښ نوماندان اعلان شول

author avatar
17 Dec 2018 - 12:10
د ولسي جرګې د څلورو نورو ولایتونو مخکښ نوماندان اعلان شول
author avatar
17 Dec 2018 - 12:10

 

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۷): د ټاکنو کمېسیون د کندوز، هرات، هلمند او کندهار ولایتونو د مخکښو نوماندانو لېست اعلان کړ او وايي، دغه پایلې لومړنۍ دي، ممکن تغییر وکړي.

د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو پر اساس عبدالرووف ابراهیمي د ۲۹۸۶ رایو، انجنیر کمال صافی د ۲۲۷۶ رایو، شاه خان شېرزاد د ۱۹۹۶رایو، انجنیر محمدالدین همدرد د ۱۹۰۵ رایو، محمدالله بتاش د ۱۶۹۹ رایو، حاجي محمد عمر خان د ۱۶۳۱ رایو، فضل کریم ایماق د ۱۵۸۶ رایو، نیلوفر جلالي کوفي د ۱۲۵۷ رایو او ډاکتر فاطمه عزیز د ۱۰۴۲ رایو په ترلاسه کولو توانېدلي چې په کندوز ولایت کې تر نورو نوماندانو مخکې شي.

دغه راز حبیب الرحمن پدرام د ۱۶۷۹۶ رایو، محمد رضا خوشک وطندوست د ۱۶۱۴۰ رایو، عمر نصیر مجددي د ۱۰۹۲۹ رایو، حاجي محمد صادق قادري د ۱۰۱۷۱ رایو، منور شاه بهادري د ۸۳۲۴ رایو، نثار احمد فیضي غوریاني  د ۷۶۱۲ رایو، نقیب الله اروین د ۷۳۰۶ رایو، غلام فاروق مجروح د ۷۰۰۴ رایو، استاد حمیدالله حنیف د ۶۹۴۶ رایو، حاجي شاه پور پوپل د۶۹۲۰ رایو، سید عظیم کبرزاني د ۶۵۸۲ رایو، الحاج غلام فاروق نظري د ۶۲۶۳ رایو، رحیمه جامي د ۳۶۸۶ رایو، مسعوده کرُخي د ۲۸۲۲ رایو، سیمین بارکزۍ د ۲۳۲۳ رایو، ناهید فرید د ۱۹۵۹ رایو او استاد شیرین شهابي د ۱۷۷۳رایو په ترلاسه کولو د هرات مخکښ نوماندان دي.

د ټاکنو کمېسیون د معلومات پر اساس، په هلمند ولایت کې محمد ظفر صادقي په ۴۰۴۱ رایو، میرویس پوپل په ۳۵۷۳ رایو، حاجي غلام ولي افغان په ۳۳۴۱ رایو، میرویس خادم په ۳۱۶۴ رایو، الحاج محمد کریم اتل په ۲۷۹۸ رایو، عبدالرشید عزیزي په ۲۵۸۰رایو، نسیمه نیازۍ په ۱۴۶۳ رایو او حبیبه سادات په ۸۱۸ رایو تر نورو نوماندانو مخکې دي.

په کندهار ولایت کې بیا حاجي سید احمد خادم په ۸۱۸۶ رایو، سید مقتدا میران په ۷۴۱۹ رایو ، ډاکتر محمود خان نصرت په ۷۰۴۱ رایو، روح الله خان زاده په ۶۴۷۱ رایو، ګل احمد کمین په ۵۰۸۲ رایو، محمد عمر شیرزاد په ۴۴۹۷ رایو، سید احمد سېلاب په ۴۱۴۳ رایو، انجنیر محمد عارف نورزی په ۳۹۷۶ رایو، فرېبا احمدي کاکړ په ۴۹۶۵ رایو، ملالۍ اسحاق زۍ په ۲۹۰۰ رایو او ارزو صافۍ په ۱۸۴۸ رایو له نورو نوماندانو مخکې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، سیاسي ګوندونه، خلک او نور بنسټونه کولای شي د یادو نوماندانو د لومړني لېست تر اعلان وروسته تر دوو کاري ورځو د دوی په اړه د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې خپل اعتراض ثبت کړي.

دغه کمېسیون وايي: ((د هېچا رایه نه ده ضایع شوې، د خلکو رایې امانت دي او د امانت په ډول په ټولو پروسو کې ترې ملاتړ شوی، هر نوماند ته چې خلکو رایې ورکړې  ولسي جرګې ته بریالي کېږي، کار په پوره روڼوالي روان دی او حق حقدار ته سپارل کېږي.))

د ټاکنو کمېسیون څرګندوي چې د ټاکنو اعلان شوې پایلې لومړنۍ دي او ممکن په وروستي لېست کې تغيیرات رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د ولسي جرګې د ټاکنو د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې او په راتلونکو ورځو کې به د پاتې ولایتونو پایلې هم اعلان شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.