د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي جرګې یو شمېر غړي: په ټاکنو کمېسیون کې رایې پلورل کېږي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي: په ټاکنو کمېسیون کې رایې پلورل کېږي

Dec 17, 2018 - 17:49

کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۷): د افغانستان د ټاکنو او روڼتيا د څار اداره ( ایتوا) او د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې بهیر د درغلۍ لپاره زمینه برابرونکی بولي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دغه بهیر له روڼوالي سره مخته تللی.

د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې شاوخوا دوه میاشتې مخکې ترسره شوې. د شکایتونو په اساس د ځینو مرکزونو رایې بیا وشمېرل شوې. د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ۲۹ ولایتونو د ټاکنو پایلې اعلان کړې چې له اعتراضونو سره مل وې.

د افغانستان پر ټاکنو او روڼتيا د څار(ایتوا) مرستیال شاه محمود مل نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه بنسټ د رایو د بیا شمېرنې بهیر ارزولی دی.

هغه زیاته کړه، د رایو د بیاشمېرنې په بهیر کې بې نظمۍ، د بیا شمېرنې د بهیر د کارکوونکو نه بېطرفي،د ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ د همکارۍ نه موجودیت، د څارونکو او کمېسیون د کارکوونکو تر منځ اختلاف، د مديریت کمزورتیا، نخنیکي ستونزې، سرغړونې او نورې ستونزې لیدل شوې

دغه راز نوموړي وویل، د سیاسي ګوندونو او نوماندانو د څارونکو د لاسوهنې او د رایو د بیا شمېرنې د محلونو د کم شمېر له امله دغه بهیر سست او حتی زیاتره وخت درېدلی دی.

ده زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون یو شمېر نوماندان په یو ډول د ځانګړو نوماندانو یا سیاسي ګوندونو ملاتړ کوي.

د هغه په خبره، که دغه بهیر په همدې ډول دوام ولري ممکن د راتلونکې مرحلې لکه د وروستیو پایلو اعلان هم له ځنډ سره مخ کړي.

د رایو د بیا شمېرنې د چټکتیا لپاره د ډېرو کاري ټېمونو رامنځته کول، د رای شمېرنې له بهیر څخه د څار د میکانېزم رامنځته کول، د بې طرفۍ د ساتنې لپاره د رایو د بیا شمېرنې بهیر د کارکوونکو ګومارنې ته بیا کتنه،ددغه بهیر مديریتي طریقې ته بیا کتنه، د ټاکنیزو کمېسیونونو، څارونکو او کتونکو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول د دغه بنسټ وړاندیزونه دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د رایو د بیا شمېرنې بهیر د درغلۍ لپاره زمینه برابرونکې بولي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د بیا شمېرنې بهیر د درغلۍ لپاره زمینه برابرونکى وباله او ویې ویل، همدا اوس د ټاکنو په کمېسیون کې یوه رایه په دوه سوه ډالرو پلورل کېږي.

هغه په ټاکنو کې پراخو درغلیو او سرغړونو ته د رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، ملي شورا د سرمایه دارانو ځای نه دی او نه باید کمېسیون اجازه ورکړي چې دې جرګې ته د پیسو په واسطه داخل شي.

د دې جرګې یو شمېر نورو غړو هم په ټاکنو کې د پراخو درغلیو په اړه خبرې وکړې.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې له خوست څخه نوماند شوی و، خو د مخکښو نوماندانو په ډله کې نه دی راغلی وویل، د ټاکنو کمېسیون د تدارکاتو په کمېسیون بدل شوی او هر څوک چې زیاتې پیسې لري ولسي جرګې ته لار پیدا کوي.

هغه له حکومته و غوښتل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران د کمزوري مديریت او له شفافیت څخه د دفاع د نه موجودیت له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

نوموړي وویل، که دا کار ونه شي د ټاکنو پایلې به د خلکو لپاره د منلو وړ نه وي.

د دغې جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې غړو پرېکړه وکړه چې د راتلونکې اوونۍ تر چهار شنبې ورځې د ټاکنو د ترسره کېدو موضوع خپلې اجنډا ته شامله کړي.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل، د رایو بیا شمېرنه د خلکو د شکایتونو له امله پیل شوې ده.

هغه زیاته کړه، د بیا شمېرنې بهیر شفاف و او د مدني ټولنو د بنسټونو، احزابو، د ټاکنو د څارونکو بنسټونو او د نوماندانو د څارونکو په حضور کې ترسره شوی دی.

نوموړي وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو ځینو کارکوونکو، د نوماندانو څارونکو او د سیاسي ګوندونو استازو چې درغلۍ او سرغړونې کړې وې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement