ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا دولتي ښوونځیو کې لا هم د کمپیوټر زده کړو لپاره امکانات نشته

د پکتیا دولتي ښوونځیو کې لا هم د کمپیوټر زده کړو لپاره امکانات نشته

author avatar
17 Dec 2018 - 13:33
د پکتیا دولتي ښوونځیو کې لا هم د کمپیوټر زده کړو لپاره امکانات نشته
author avatar
17 Dec 2018 - 13:33

ګردېز (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٧): د پکتيا ولايت دولتي ښوونځي لا هم د کمپيوټر خونې نه لري چې له امله يې زده کوونکو ته تر اوسه د کمپيوټر د عملي زده کړو زمينه نه ده برابره شوې.

زده کوونکي وايي چې کمپيوټر او اينګليسي د اوسمهال زده کړو او بازار جدي اړتيا ده او اړوند وزارت او ادارې بايد دغه اهميت ته په کتو په ښوونځيو کې زده کوونکو ته د کمپيوټر او اينګليسي زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.

د ګردېز د ببرک خان ځدراڼ لېسې زده کوونکي عصمت صميم د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې د ښوونځي وروستی کال دی او په تېرو دوولس کلونو کې يې هېڅکله په ښوونځي کې د کمپيوټر عملي زده کړې نه ده کړې.

صميم پژواک ته وويل چې په کمپيوټر او انټرنېټ پورې اړوند مسايل او اړتياوې له ښوونځي بهر پوره کوي.

نوموړی وايي: ((د پکتيا په ښوونځيو کې د اينګليسي ژبې او کمپيوټر ستونزه ډېره زياته ده او فکر نه کوم چې داسې مکتب دې وي چې کمپيوټر خونه يا لېپ ټاپ کمپيوټر ولري. دا دی دوولس کاله مې پوره شول او سږ کال فارغېږم، ما تر اوسه په مکتب کې د کمپيوټر سکرين هم نه دى ليدلى.))

د ګردېز اړوند د باغشاه لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکی زاهدالله د کمپيوټر پوهه او ورڅخه په علمي برخه کې کار اخيستل ګټور او په کم وخت کې د زيات کار مهمه وسيله بولي او وايي چې د کمپيوټر خونې اسانتيا بايد په ښاري ښوونځيو کې برابر شي.

ده وويل: ((هر څوک کمپيوټر او اينګليسي ته اړتيا لري، خو متاسفانه بايد ووايم چې په پکتيا کې داسې ښوونځی نشته چې هلته دې کمپيوټر اسانتيا برابره وي. له پوهنې وزارت څخه زموږ دا تقاضا ده چې موږ ته دا اسانتيا برابره کړي.))

د احمدابا ولسوالۍ د مرکزي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی عصمت الله تسکين وايي، د کمپيوټر خونو، کتابونو او اړوندو اسانتياوو د شتون له امله د خصوصي لېسو تعليمي کيفيت لوړ دی او پر همدې اساس زيات خلک لېوال دي چې خپل اولادونه يادو ښوونځيو کې شامل کړي.

تسکين پژواک ته وويل: ((په عصري علومو او ټولو ځايونو کې اينګليسي او کمپيوټر ته ډېر زيات ضرورت دی، خو هغه ضرورت چې موږ لرو، نه دی رفع شوی؛ ځکه چې موږ عملي زده کړې نه لرو په مکتبونو کې په کريکولم کې مضمون شته، خو يوازې نظري لوستل کېږي.))

د ګردېز د ششګر ښوونځي ښوونکې مدينه د درسي کتابونو، مسلکي ښوونکو، د کمپيوټر او بيولوژي د عملي درسونو او د ښوونځيو د ودانيو نه شتون لويې ستونزې يادوي چې په خبره يې پر تعليمي بهير يې ناوړه اغېز کړی دی.

دا وايي: ((درسي کتابونه، د مکتبونو د ودانيو، صنفونو او احاطې نه شتون او د مسلکي ښوونکو د کمبود مشکلات لا هم شته معارف بايد دې برخو ته زياته توجه وکړي.))

د يادې لېسې يوه زده کوونکې هاجره د نجونو لپاره د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړه د اهميت سربېره لويه ننګونه يادوي او وايي چې که هلکانو ته په ښوونځيو کې د يادو او نورو ساينسي مضمونونو د زده کړه اسانتيا نه وي، نو په ښار کې يې په کورسونو کې هم زده کولای شي، خو په خبره يې نجونې يې له دې اسانتيا هم بې برخې دي.

هاجره له پوهنې رياست او نورو اړوندو ادارو غواړي چې ټولو زده کوونکو، په تېره نجونو ته په ښوونځيو کې د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې په برخه کې پوره امکانات چمتو کړي.

نوموړې پژواک ته وويل: ((اينګليسي او کمپيوټر ډېر ضرور دي، همدارنګه ساينسي مضامين زيات اهميت لري چې بايد زده شي، نجونې په دې برخو کې ډېر مشکلات لري او د دې مضمونونو زده کولو ته لاسرسی نلري. کتابونه هم کم دي، دا اوس موږ انګلش او ځينې نور کتابونه نلرو، کمپيوټر خو مو ليدلی هم ندی.))

د ګردېز لنکن ښوونيز مرکز مشر اسدالله ځاځی وايي چې هره ورځ د ښوونځيو ګڼ زده کوونکي نجوني او هلکان د ښوونيزو او روزنيزو تعلیمي اړتياوو پوره کولو او له کمپيوټر او انټرنېټ څخه د استفادې لپاره دغه مرکز ته ورځي.

ځاځي پژواک ته وويل چې دوی د خپلو امکاناتو تر بريده يې د هلکانو سربېره د نجونو لپاره هم د کمپيوټر او اينګليسي ژبې د زده کړې ځيني ښوونيز پروګرامونه جوړ کړي، خو د ټولو زده کوونکو شمېر او اړتيا ته په کتو خورا کم دي.

دی وايي: ((موږ دلته د نجونو لپاره ښځينه استاده لرو، کارونه شوي، خو ښه والي ته يې اړتيا ده. موږ کولای شو چې دلته په يو وخت تر اويا پورې نجونو ته زده کړې ورکړو، خو بدبختانه ځينې کلتوري محدوديتونه او د ځينو لپاره امنيتي ستونزې د دې د مخنيوي لامل شوي دي. له پوهنې رياست زموږ غوښتنه دا ده چې دوی زده کوونکي وهڅوي، چې که لاسرسی لري دلته راشي او انګليسي او کمپيوټر زده کړي.))

دغه راز د پکتيا د پوهنې رييس کوچی ځاځی هم په دولتي ښوونځيو کې د کمپيوټر خونو او عملي زده کړو نه شتون لويه تشه بولي او وايي ګردېز او ځينو سيمو ته د وارداتي برېښنا په را رسېدو سره به هڅه وکړي چې په ځينو ښوونځي کې کمپيوټر خونې فعاله کړي.

ځاځي وويل چې د کمپيوټر او انګليسي ژبې د زده کړې د اسانتياوو د نه موجوديت سربېره دغه ولايت ته له څو کلونو راهيسې د ساينسي او بيولوژيکي تجربي مضمونونو لپاره لابراتوارونه او اړوند وسايل هم ندي ورکړل شوي او دمګړۍ ورته په ښوونځيو کې جدي اړتيا ده.

دی وايي: ((کمپيوټر په تيوري نه زده کېږي او بايد عملي زده شي، ولې په پکتيا کې هم دا ستونزه شته، خوشبختانه چې اوس وارداتي برېښنا ګردېز او ځينو سيمو ته راغلې، موږ به کوشـش وکړو چې کمپيوټرونه پيدا کړو او مجهز کمپيوټر خونې ولرو. په دې برخه کې تر اوسه خاص کار ندی شوی.))

څو ورځې وړاندې ګردېز ته د پوهنې وزير ميرويس بلخي هم په خپل سفر کې د تعليمي نصاب او زده کړو کيفيت ټيټ او ناکافي وباله او ويې ويل چې د ښوونې د کيفيت پر لوړوالي يې کار پيل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا د ګاونډي ولايت خوست تر څنګ په کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او د يو شمېر نورو ولايتونو په ځينو ښوونځيو کې کمپيوټر خونې شته او زده کوونکي يې عملي زده کړې کوي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.