کندهار (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۷): له هلمند څخه کندهار ته راغلي کډوال وايي، توپیري چلند ورسره کېږي او مرستې نه ورته رسېږي.
کندهار ته په دې وروستیو کې د بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو تر څنګ د هلمند زرګونو کورنیو پناه راوړې چې په جګړو او هوايي بریدونو کې یې کورونه ویجاړ شوي او دلته هم له کړاوه ډک ژوند تېروي.
د دغو کډوالو په استازولۍ لسګونه سپین ږیري او ځوانان نن کندهار پریس کلب ته راغلي وو څو خپل فریاد د خبریالانو له لارې تر حکومتي چارواکو ورسوي.
سپین ږیري سلیمان کاکا چې د دغو بې ځایو شوو په استازولۍ یې خبرې کولې، پژواک خبري اژانس ته وویل، د جګړو او ناامنیو له امله د هلمند له بېلابېلو ولسوالیو څخه زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي او کندهار ته راغلي چې په بد وضعیت کې ژوند کوي.
هغه زیاته کړه، کورونه مو د همدې دولت په بمباریو او د طالب په جګړو کې ویجاړ شوي، خو چارواکي د دې پر ځای چې مرسته راسره وکړي، توپیري چلند راسره کوي.
دی وايي، دغه کډوال د یوه وخت لپاره هم ډوډۍ او د څښاک اوبه نه لري، ډېر یې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې په خېمو، خرابه کورونو کې اوسېږي ان له ناوسۍ په یوه کور کې درې او څلور کورنۍ ژوند کوي.
د ده په خبره، غم دا دی چې دې خلکو ته کار هم نه موندل کېږي، ځکه خو د حکومت او مرستندویه ادارو مرستې ته اړ دي.
خو دی ګیله کوي چې مرستې د دوی په څېر د مستحقو کسانو پر ځای نور تر لاسه کوي او له دوی سره د مور میرې چلند کېږي.
دی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دوی په رښتیا مظلوم دي، باید غږ یې واورېدل شي او مرسته ورسره وشي.
د سید ولي کاکا په نوم بل بې ځایه شوي کډوال هم ویل چې مرستې نه ورسره کېږي او ډېر مهال د سروې مامورین سپکې سپورې ورته وايي.
ده پژواک اژانس ته وویل: ((مامورین د دې پر ځای چې زموږ حالت ته په کتو له موږ سره مرسته وکړي، سپکې خبرې راته کوي، مثلاً راته وايي پاک کالي دې اغوستي، لویه ږیره دې پرې ایښې، دومره لوی صورت دې دی ولې کار نه کوې او ورته نورې خبرې...))
دی وايي، دغسې نامناسب چلند یې ځوروي خو څوک یې هم غږ نه اوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن