ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د افغان ځواکونو هوايي برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي

لوګر کې د افغان ځواکونو هوايي برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
17 Dec 2018 - 11:06
لوګر کې د افغان ځواکونو هوايي برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
17 Dec 2018 - 11:06

پل علم (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٧): د لوګر ولايتي شورا غړي وايي چې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي خو حکومتي مسوولين بيا وايي چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي.

د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ځواکونو د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي وګړو پر موټر هوايي بريد کړى دى.

ده وويل: ((په دغه موټر کې هغه سپين ږيري ناست وو چې څرخ ولسوالۍ تللي وو څو د طالبانو له لوري نيول شوى يو ځوان را خوشی کړي.))

د وکيل په وينا، په دې پېښه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي چې د محمداغې ولسوالۍ د دهنو سيمې اوسېدونکي وو.

دغه راز د دهنو سيمې يوه اوسېدونکي بلال پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې وژل شوي ټول کسان ملکي وګړي دي.

هغه زياته کړه: ((څو ورځې وړاندې طالبانو زموږ له کلي يو ځوان له حکومت سره د همکارۍ په تور بيولى و، دغه کسان يې د خلاصون لپاره ورغلي وو چې لار کې هوايي بريد پرې شوى او ټول وژل شوي دي.))

بلال وايي چې په وژل شوو کې جمال الدين، عبدالمبين، اسدالله، محمدالله، محمدا جان او دواجان شامل دي.

خو د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې دغه بريد افغان ځواکونو د څرخ ولسوالۍ په ډبرې سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يو سراچه موټر کړى دى.

ده وويل چې په دې پېښه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه امريکايي ځواکونو په څرخ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې یې شپږ کسان وژل شوي دي.

څرخ د مرکز پل علم سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ پرته ولسوالي ده چې ډېرې سيمې يې د وسله والو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.