ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار او هرات پوليسو سلګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارلې

د ننګرهار او هرات پوليسو سلګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارلې

author avatar
18 Dec 2018 - 15:36
د ننګرهار او هرات پوليسو سلګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارلې
author avatar
18 Dec 2018 - 15:36

جلال اباد- هرات (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٧): د ننګرهار او هرات ولايتونو امنيه قوماندانيو سلګونه بېلابېل ډول وسلې ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.

د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د پولیسو په هلو ځلو ترلاسه شوې ۲۱۲ میله درنې او سپکې وسلې د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شوې .

د ننګرهار والي حیات الله حیات او امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي د لېندۍ په ٢٧مه د دغو وسلو سپارلو پر مهال وویل چې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو او پلټنو پر مهال او له سولې پروسې سره د یو ځای شوو طالبانو ۲۰۴ میله درنې او سپکې وسلې ترلاسه کړې وې.

دوى زياته کړه چې په دې وسلو کې راکټ، پیکا، کلاشینکوف، تومانچې او نور شامل دي او رسماً یې د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې .

والي د امنیې قوماندانۍ د پولیسو د هلو ځلو ستاینه وکړه او هیله یې وښوده چې د یادو وسلو په ترلاسه کېدو او د سولې له بهیر سره د یو ځای شوو ۷۱ طالبانو پر یو ځای کېدو به ګڼ شمېر جنايي او د نا امنۍ پېښې را کمې شي.

د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي وویل، د بېلابېلو عملیاتو، پلټنو او چک پاینټونو پر مهال یې د ترلاسه کړو ۱۳۱ میله وسلو په تړاو دېرش کسان نیولي او په رسمي ډول یې څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي .

په همدې حال کې په ختیځ کې د ډایاک یا بې وسلې کولو پروګرام مشر ډګروال غلام حسن صاحبزاده د یادو وسلو په سپارلو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، د روان کال په ترڅ کې دوی ته د ختیځ په کچه ۸۲۰ میله درنه او سپکه وسله سپارل شوې چې بېرته د هېواد د ساتنې په موخه ترې سرتېرې ګټه اخلي .

د ډایاک یا بې وسلې کولو پروګرام ته د یادو وسلو د سپارلو پر مهال د سولې ولایتي کمېټې مشر حاجي ملک نظیر او یو شمېر نورو هم شتون درلود.

بلخوا د هرا ت ولايت پوليسو هم ٢١٩ ميله بېلابېل ډول وسلې د ډاياګ پروګرام ته سپارلې دي.

د امنيې قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادې وسلې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د امنيه قوماندان امين الله امرخېل له خوا د ډاياګ مسوولينو ته ورکړل شوې.

سرچينې ويلي چې پوليسو دا وسلې د هرات ښار له بېلابېلو امنيتي حوزو او نورو سيمو ترلاسه کړې وې.

امنيه قومانداني وايي چې په دې وسلو کې  ١٧ ميله کلاشينکوفونه، ٥١ ميله تومانچې، او نور شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.