ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي په اوونۍ يوه ورځ د خلکو ستونزو اورېدو ته ځانګړې کړه

د ننګرهار والي په اوونۍ يوه ورځ د خلکو ستونزو اورېدو ته ځانګړې کړه

author avatar
18 Dec 2018 - 17:28
د ننګرهار والي په اوونۍ يوه ورځ د خلکو ستونزو اورېدو ته ځانګړې کړه
author avatar
18 Dec 2018 - 17:28

جلال اباد (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار والي وايي، د دې لپاره چې د خلکو ستونزې په خپل وخت حل شي، تر دې وروسته هره اوونۍ يوه ورځ د خلکو ستونزو اورېدو ته ځانګړې کوي.

خلک هم وايي، د رياستونو پر چارواکو يې باور پاتې نه دی؛ نو ځکه ليواله دي، چې خپلې ستونزې د حل په موخه مخامخ له والي سره شريکې کړي.

د لېندۍ په ۲۷مه د ننګرهار ولايت شاهۍ ماڼۍ کې دغه لړۍ پيل شوه او ټاکل شوې هره سه شنبه به والي له يو شمېر نورو چارواکو سره يو ځای د خلکو ستونزې اوري او د حل په موخه به يې په هماغه وخت اقدام کوي.

نن د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته د دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو خلک د خپلو ستونزو د حل په موخه راغلي، چې ډير يې اسناد په لاس لري.

په دغو کسانو کې د بختيار په نوم يو سپين ږيری هم و، چې د ځمکې اسناد يې په لاس کې و؛ خو په وينا يې د محکمو له پرېکړو وروسته يې هم زورواکي په ځمکه قبضه لري او حق يې نه ورکوي.

بختیار وايي، د خپلې ستونزې د حل لپاره يې اړوندو ریاستونو ته په ورتګ پښې تڼاکې شوې؛ خو ستونزه يې په خپل ځای پاتې ده؛ نو ځکه مجبور شو، چې خپل غږ مخامخ والي ته ورسوي.

د سيد سخي په نوم يو بل تن هم د ځمکو د غصب له ورته يوې کشالې سره مخ دی.

دی وايي، همدا يې وروستۍ هيله ده، چې غصب شوې ځمکه به يې د زورواکو له منګولو خلاصه او  بېرته ورته وسپارل شي.

د ننګرهار والي حيات الله حیات وايي، د خلکو همدغو شکايتونو ته په پام يې پرېکړه وکړه، چې تر دې وروسته هره سه شنبه د خلکو ستونزې په خپله واوري او د حل لپاره يې کار وکړي.

حیات وویل، د کار د پیل پر مهال یې خلکو سره ژمنه کړې وه،چې اوونۍ کې یوه ورځ به په مستقیم ډول د خلکو ستونزې اوري، چې په ولایت مقام کې د خپل کور لپاره د ځانګړې ودانۍ تر جوړیدو یې یاده چاره په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې پیل کړه.

هغه زیاتوي، له یادې چارې څخه یې موخه د حکومت او ولسونو ترمنځ اړیکې پیاوړي کول، ولایت مقام رهبرۍ سره له کومې اړیکې او واسطې پرته د خلکو ستونزو حل ته زمینه برابرول او په ټوله کې د ولسونو له احوال څخه ځان خبرول دي.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار والي حيات الله حيات د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د ۱۶۰ شمېره فعاله کړې وه؛ خو خلک تر ډېره له دغې شمېرې خوښ نه دي او تمه کوي، چې اوسنی کار دې دوامداره پاتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.