کابل (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۹۷): د کابل ولایت د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو او ځوانانو ستر ایتلاف خپل شتون اعلان کړ، د هېواد په چارو او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په ترسره کولو کې يې د ځوانانو د رول زیاتېدو غوښتنه وکړه.
د ځوانانو او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د ستر ایتلاف مرستیال قادرشاه قریشي په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې څه باندې دوه سوه کسانو په کې ګډون کړی وو، وویل چې دا ایتلاف د ځينو مدني فعالانو او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو له لوري په کابل کې جوړ شوی او ټاکل شوې چې ټول هېواد کې فعالیت پیل کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د شمېرو له مخې، د هېواد ۶۵ سلنه وګړي ځوانان جوړوي؛ خو په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او پراختیايي برخو کې د هغوی لپاره لږ ونډه ورکړل شوې ده.
د هغه په خبره، د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د ډېری نوماندانو ټاکنیز شعارونه د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځ ته کولو ور ټول وو؛ خو کله چې بریالي شول خپلې ژمنې یې عملي نه کړې.
هغه یادونه وکړه چې یاد ایتلاف دا مهال د کابل په کچه فعالیت کوي او ډېر ژر به خپل فعالیتونه ټول هېواد ته وغځوي.
د دې ایتلاف د مشرتابه غړي او ورزشکار خوشحال سروري وویل: ((موږ دلته تر یو چتر لاندې را غونډ شوي يوو؛ موږ ځواکمنه پرګنه یوو او د سولې په بهیر کې باید موږ ته رول راکړل شي.))
هغه د سولې او امنیت په ټینګښت کې د ځوانانو رول ارزښتناک وباله او ويې ويل چې جګړې او ناامنۍ سبب شوي، څو ځوانان د نورو هېوادوالو په پرتله ډېر زیانمن شي؛ خو کله چې د سولې او خبرو اترو موضوع را مخ ته کېږي، اصلاً د ځوانانو شتون ته پاملرنه نه کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې دا مهال د ټولنې نورو پرګنو په پرتله له ځوانانو سره د هېواد پالنې زیات احساس شته او ځوانانو ته د رول په ورکړې سره، هغوی کولی شي هېواد له روان کړکیچ څخه را وباسي .
له کابل څخه د ولسوالیو شوراګانو نوماند او د دې ایتلاف غړي قادراحمدي وویل چې حکومت باید د ځوانانو ژوند ښه والي او د سولې او ثبات ټینګښت کې د هغوی رول لپاره، سم پروګرامونه ترتیب کړي او د هغوی له ځواک او وړتیا دې په سمه توګه استفاده وکړي.
نوموړي وویل، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې چې په هېواد کې د ځوانانو د لا مطرح کېدو لامل کېږي، ترسره نه شوې او له حکومت څخه غواړي چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره په یو وخت ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن