ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کليو پراختيا وزارت د پایښت لرونکې برېښنا ازمایښتي پروګرام پيل کړ

د کليو پراختيا وزارت د پایښت لرونکې برېښنا ازمایښتي پروګرام پيل کړ

author avatar
18 Dec 2018 - 15:44
د کليو پراختيا وزارت د پایښت لرونکې برېښنا ازمایښتي پروګرام پيل کړ
author avatar
18 Dec 2018 - 15:44

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٧): د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د "تلپاتې انرژۍ ازمایښتي پروګرام" له لارې د کابل په چهاراسياب ولسوالۍ کې اتيا کورنيو ته د لمريزې برېښنا کڅوړې وېشل کېږي.

د دغه وزارت وياند فريدون اژند پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروګرام د اسيا پرمختيايي بانک په څه باندې سل زره امريکايي ډالره مرسته ترسره کېږي.

هغه یادو کورنیو ته د لمريزو کڅوړو په اړه وايي: "دا پروژه په ازمايښتي ډول پیل شوه چې په دې کڅوړه کې یوه بېټرۍ، دوه سولري تختې، یو یخچال، یو ټلوېزیون، یوه پکه او نور اړوند توکي لکه څراغونه او د برېښنا لین هم شامل دي."

اژند وايي چې دغه کڅوړې په چهاراسياب ولسوالۍ کې هغو اړو کورنيو ته ورکول کېږي چې د لمريزې برېښنا د برابرولو توان نه لري.

ده وويل چې دغه کورنۍ د سروې له لارې په نښه شوې دي.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، نن په کابل کې په دې اړه خبريالانو ته وويل چې د دغه ازمايښتي پروګرام له بریا وروسته به دغه پروسه د هېواد هغو نورو ولایتونو ته هم وغځېږي چې په نږدې وخت کې هلته د تولیدي برېښنا د رسېدو امکانات نشته.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا په سرحدي سیمو کې د برېښنا رسونې د یوې بلې پروژې چارې هم روانې دي چې له لارې به يې د ۱۳ ولایتونو په ۵۵ ولسوالیو کې څه باندې ۴۶۸ زره کورنیو ته لمريزه برېښنا برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.