ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: کونړ او لوګر کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: کونړ او لوګر کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
18 Dec 2018 - 16:47
چارواکي: کونړ او لوګر کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
18 Dec 2018 - 16:47

اسعداباد-پل علم(پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٧): امنيتي مسوولين وايي چې په کونړ او لوګر ولايتونو کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په کونړ ولايت کې د پلې لوا قوماندان بريد جنرال ميرويس ساپي د ليندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د اسمار ولسوالۍ په شال او چيکو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پرستو بريدونه کړي چې له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي چې د درېيو تنو جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.

د ساپي په وينا، په دې جګړه کې درې امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، لوګر کې دوه وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي پژواک ته وويل، تېره شپه دوو وسله والو طالبانو غوښتل چې د بره کي برک ولسوالۍ په بېدک سيمه کې ماين ځاى پرځاى کړي چې چاودنه يې پرې کړې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د نورمحمد او ذبيح الله په نومونو دوه طالبان وژل شوي دي.

د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.