ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ: مرکچي پلاوى مو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره تيارى نيسي

ارګ: مرکچي پلاوى مو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره تيارى نيسي

author avatar
18 Dec 2018 - 08:46
ارګ: مرکچي پلاوى مو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره تيارى نيسي
author avatar
18 Dec 2018 - 08:46

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٧): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د سلام رحيمي په مشرۍ افغان مرکچي پلاوى له طالبانو سره د مخامخ ليدو په موخه په اماراتو کې دى.

د ارګ په رسمي ټويټرپاڼه کې نن سهار (د لېندۍ ٢٧مه) ليکل شوي، دغه پلاوي پرون د اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې پلاوى په نږدې راتلونکي کې له طالب پلاوي سره د مخامخ خبرو لپاره په تياريو بوخت دى.

ارګ ويلي چې د سولې لپاره افغان مرکچي پلاوى به نن د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له استازو سره هم وګوري.

بلخوا د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د سعودي، امريکا او متحده عربي اماراتو د ملي امنیت له سلاکارانو سره تر ګډې غونډې وروسته کابل ته رسېدلى دى.

د هغه په خپله ټويټرپاڼه کې راغلي چې د سلام رحيمي په مشرۍ افغان مرکچي پلاوى په اماراتو کې پاتې دى او نن نورې ليدنې لري.

محب هيله څرګنده کړې چې په افغانستان کې سوله راتلونکې ده.

دغه راز پرون په ابو ظبۍ کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د مخامخ خبرو بل پړاو پيل شوى دى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوى د سياسي دفتر پلاوي پرون د سعودي، پاکستان او متحده عربي اماراتو له استازو سره ليدلي دي.

هغه زياته کړې چې په دې ليدنه کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او يو شمېر نورو موضوعاتو په تفصيل سره خبرې کړې دي.

مجاهد ويلي چې تر يادو ليدنو وروسته د امريکا له استازي زلمي خليلزاد سره هم د طالبانو پلاوي ابتدايي ليدنه کړې او دا لړۍ به نن هم روانه وي.

د يادو ليدنو کتنو نور جزئيات او معلومات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.