ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Dec 2018 - 15:26
د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Dec 2018 - 15:26

 

میمنه (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۷):  د فاریاب سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له خوا د برید خبر ورکړی او ګواښ کوي چې که پر وخت اقدام ونه شي د ولسوالۍ مرکز به سقوط وکړي.

دغه راز دوی وايي، همدا اوس جګړه روانه ده او د سرتېرو جسدونه په سیمه کې پاتې دي، د نه پاملرنې په صورت کې به خونړی ناورین رامنځته شي.

د ګرزیوان ولسوال ملا فیض الله پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه سلکونو وسله والو د ولسوالۍ پر مرکز برید پیل کړ چې په پایله کې یې د څلورو کومانډویانو په ګډون  پنځه سرتېري وژل شوي چې جسدونه یې د طالبانو په سیمه کې پاتې دي او ۸ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، په یاده جګړه کې ۶ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

نوموړي وویل: ((وضعیت بحراني دی، که مرکزي دولت توجه ونه کړي د دغه ولسوالۍ د سقوط او خونړي ناورین د رامنځته کېدو احتمال موجود دی.))

د ګرزيوان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال مولوي حمیدالله دانش پژواک خبري اژانس ته وویل، دولتي سرتېرو تېره شپه په بهارک ولسوالۍ کې برید کړی خو د دوی له خوا شاه تګ ته اړ شوي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د نوموړي په خبره، د څلورو کومانډویانو په ګډون د پنځو سرتېرو جسدونه یو ساعت مخکې سپین ږیرو ته وسپارل شول.

دانش زیاته کړه، د دولتي ځواکونو په برید کې دوه طالبان تپیان وو چې یوه یې نن سهار ساه ورکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.