ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوليس د ولسي جرګې د يوه کانديد حاجي ګلمراد د نيولو په لټه کې دي

د ننګرهار پوليس د ولسي جرګې د يوه کانديد حاجي ګلمراد د نيولو په لټه کې دي

author avatar
18 Dec 2018 - 16:08
د ننګرهار پوليس د ولسي جرګې د يوه کانديد حاجي ګلمراد د نيولو په لټه کې دي
author avatar
18 Dec 2018 - 16:08

جلال اباد (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت د کانال د ځمکو د غصب په قضيه کې د تورن شخص حاجي ګلمراد عرب د نيولو په لټه کې دي او له لويې څارنوالۍ يې د هغه د ممنوع الخروج اعلانېدو غوښتنه هم کړې ده.

ګلمراد عرب سره له دې چې د ځمکې د غصب په يوه قضيه کې تورن پېژندل شوی، بيا يې هم د ولسي جرګې ټاکنو ته لاره پيدا کړې وه او له ننګرهار ولايت څخه نوماند و.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د لېندۍ په ۲۷مه د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ کې د يو خبري کنفرانس پرمهال وویل، د کانال ادارې اړوند ۲۵ هکتاره ځمکه چې وړاندې په قرارداد ورکول شوې وه او وروسته د محکمې د پرېکړې له مخې قرارداد فسخ شوی و، خو اوس یې د هغو کسانو د نیولو هڅې پیل کړې چې پر قرارداد ورکړل شوې ځمکه يې پلورلې او د خلکو له لوري پرې ودانۍ جوړې شوې دي.

دی زياتوي، ځيني تورن کسان د پلټنو په موخه قوماندانۍ ته حاضر شوي، خو يو شمېر يې د زورواکۍ په وجه قوماندانۍ ته نه حاضرېږي چې دوی يې د نيولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

په همدې حال کې امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي وویل، د کابل اډې په مربوطاتو کې د کانال اړوند ځمکه چې د کومو کسانو له لوري پلورل شوې، هغوی ته یې د څېړنو په موخه جلبونه استولي دي.

هغه زیاته کړه، د یادو جلبونو له مخې یو شمېر کسان څېړنو ته حاضر شوي، خو د حاجي ګلمراد، حاجي فاروق، انجنير عابد، حاجي قادر او یو شمېر نور څېړنو ته لا هم نه دې حاضر شوې چې د پولیسو له لوري يې د نیولو هڅې پیل شوې دي.

امنیه قوماندان وایي، هغه کسان چې د ځمکې پلور په قضیه کې ښکېل دي او څېړنو ته نه دي حاضر شوي، له هېواده ممنوع الخروج اعلان شوي او که د هېواد په هره سیمه کې وي، ډېر ژر به ونیول شي.

پژواک اژانس ته يو مکتوب هم په لاس ورغلی چې په کې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لويې څارنوالۍ غوښتي چې ياد کسان د دوی پلټنو ته د نه حاضرېدو په وجهه ممنوع الخروج اعلان کړي.

پژواک هڅه وکړه چې د ولسي جرګې د دغه کانديد او سوداګر حاجي ګلمراد عرب غبرګون هم له ځان سره ولري خو ورسره په بيا ځلي اړيکو نيولو هم بريالي نه شو.

هغه ته يوې نږدې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي چې ګلمراد عرب د سوداګريزو چارو په موخه له هېواده بهر تللی دی.

خو پوښتنه دا ده چې د دغه ډول يوې دوسيې په درلودو سره ګلمراد څه ډول وکولاى شول ولسي جرګې ته ځان نوماند کړي؟

په همدې تړاو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند او کمېشنر علي رضا روحاني پژواک اژانس ته وويل دوی د قانون له مخې يوازې هغه کسان له لېست څخه لرې کول چې د امنيتي ادارو د اسنادو پر بنسټ د وسله والو ډلو ټپلو په درلودو تورن او مجرم وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.