چاريکار او ايبک (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۷): په سمنګان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ په جګړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي، بلخوا د پروان پولیسو دوه کسان له یوه دوکانه د غلا په تور نیولي دي.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دویم څاران منیر رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د دغه ولایت د مرکز په ګل قشلاق کلي کې دوو کورنیو د کورنیو اختلافونو له امله وسله واله نښته کړې ده.
هغه وویل، په دې نښته کې د یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او د بلې کورنۍ درې کسان ټپیان دي او د پېښې په تړاو پولیسو پنځه کسان نیولي دي.
د ګل قشلاق کلي اوسېدونکي دین محمد وویل، دغه نښته د محمد ابراهیم او نوري کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، شاوخوا یو کال مخکې، د نوري کورنۍ یوه نجلۍ د محمد ابراهيم کورنۍ ته چې په دې نښته کې وژل شوی، تللې وه او د نوموړي له زوی سره یې د نکاح غوښتنه کړې وه.
له دې وروسته پرېکړه شوې وه چې محمد ابراهیم به د نوري لور خپل زوی ته په نکاح کوي او په بدل کې به یې خپله لور چې کله لویه شوه د نوري زوی ته ورکوي.
هغه زیاته کړه، اوس نوري د ابراهیم د لور غوښتلو ته ورغلی و خو ابراهیم دغه کار ته غاړه کښې نه ښوده چې له دې امله وسله واله نښته شوې.
د یو بل خبر له مخې، د پروان امنیتي قوماندانۍ ویلي، تېره شپه یې دوه کسان د دغه ولایت په مرکز چاریکارو کې له موبایل پلورنځي د غلا شوو توکو د لېږد پر مهال نیول دي.
سرچینې ویلي، نیول شوي کسان د چاریکارو اوسېدونکي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن