ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزی: ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې د تړون پر طرحه کار پیل شي

داوودزی: ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې د تړون پر طرحه کار پیل شي

author avatar
19 Dec 2018 - 18:23
داوودزی: ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې د تړون پر طرحه کار پیل شي
author avatar
19 Dec 2018 - 18:23

کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۷): د سولې د اجماع لپاره دسیمې په چارو کې د ولسمشر استازی او د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی زېری ورکوي چې تر راتلونکو څو میاشتو به په افغانستان کې سوله راشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې زیاتې شوې دي. د تېرې اوونۍ له دوشنبې ورځې راهیسې د طالبانو استازو د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره په عربي اماراتو کې خبرې روانې دي.

دغه راز د افغان دولت یو پلاوی هم اماراتو ته رسېدلی او موخه یې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره تیاری بلل شوی دی.

محمد عمر داوودزی چې تازه د سولې د اجماع لپاره د سیمې په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس ټاکل شوى نن يې په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

داوودزي وویل: ((تر راتلونکو څو میاشتو به موږ د سولې په برخه کې د پرمختګ شاهدان یو... او د سولې د تړون د طرحې لپاره به ډېر ژر یو ټېم په دنده وګومارل شي.))

 هغه زیاته کړه: ((افغانانو ته یو زېری لرو، حقیقت دا دی چې سوله ډېره نږدې ده، خو دا سوله به څو ورځې او اوونۍ نه، بلکې څو میاشتې وخت ونیسي.))

د هغه په خبره، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره نړیواله اجماع رامنځته شوې، خو تر اوسه واقعي ملي او سیمه ییزه اجماع نه ده جوړه شوې.

نوموړي وویل، دی د سیمه ییزې او ملي اجماع د رامنځته کېدو لپاره هڅې کوي.

د سولې د عالي شورا رییس د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د سیاست تغیر ته په اشاره وویل، د افغانستان په اړه د پاکستان ستراتیژي مخکې زیاتره پر نظامي مسایلو ولاړه وه، خو اوس د هغه هېواد تازه ستراتيژي پر اقتصادي او سیاسي محور ټینګار کوي.

هغه له جهادي مشرانو او سیاسیونو څخه د سولې د مشورتي بورډ تشکیل او دغه راز له وسله والو طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي جوړېدل اغېزمن اقدامونه وبلل او ویې ویل، مرکچي پلاوی ځکه اغېزمن دی چې غړي یې دولتي کسان دي او یو لید لري.

هغه وویل، مشورتي بورډ چې نوملړ به یې تغیر شي هم ځکه ډېرې ګټې لري چې د هېواد له بېلا بېلو سیاسي اړخونو جوړ شوی او د سولې په برخه کې ګټور واقع کېږي.   

خو نوموړي په ډاګه کړه، په ټولیز ډول د تصمیم نیولو صلاحیت د سولې د عالي شورا دی، ځکه د خلکو له خوا جوړه شوې او مشروعیت یې هم له خلکو اخیستی. هغه وویل، دغه شوار هم له خلکو سره د سولې طرحه شریکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.