د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

داوودزی: ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې د تړون پر طرحه کار پیل شي

داوودزی: ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې د تړون پر طرحه کار پیل شي

Dec 19, 2018 - 18:23

کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۷): د سولې د اجماع لپاره دسیمې په چارو کې د ولسمشر استازی او د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی زېری ورکوي چې تر راتلونکو څو میاشتو به په افغانستان کې سوله راشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې زیاتې شوې دي. د تېرې اوونۍ له دوشنبې ورځې راهیسې د طالبانو استازو د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره په عربي اماراتو کې خبرې روانې دي.

دغه راز د افغان دولت یو پلاوی هم اماراتو ته رسېدلی او موخه یې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره تیاری بلل شوی دی.

محمد عمر داوودزی چې تازه د سولې د اجماع لپاره د سیمې په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس ټاکل شوى نن يې په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

داوودزي وویل: ((تر راتلونکو څو میاشتو به موږ د سولې په برخه کې د پرمختګ شاهدان یو... او د سولې د تړون د طرحې لپاره به ډېر ژر یو ټېم په دنده وګومارل شي.))

 هغه زیاته کړه: ((افغانانو ته یو زېری لرو، حقیقت دا دی چې سوله ډېره نږدې ده، خو دا سوله به څو ورځې او اوونۍ نه، بلکې څو میاشتې وخت ونیسي.))

د هغه په خبره، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره نړیواله اجماع رامنځته شوې، خو تر اوسه واقعي ملي او سیمه ییزه اجماع نه ده جوړه شوې.

نوموړي وویل، دی د سیمه ییزې او ملي اجماع د رامنځته کېدو لپاره هڅې کوي.

د سولې د عالي شورا رییس د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د سیاست تغیر ته په اشاره وویل، د افغانستان په اړه د پاکستان ستراتیژي مخکې زیاتره پر نظامي مسایلو ولاړه وه، خو اوس د هغه هېواد تازه ستراتيژي پر اقتصادي او سیاسي محور ټینګار کوي.

هغه له جهادي مشرانو او سیاسیونو څخه د سولې د مشورتي بورډ تشکیل او دغه راز له وسله والو طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي جوړېدل اغېزمن اقدامونه وبلل او ویې ویل، مرکچي پلاوی ځکه اغېزمن دی چې غړي یې دولتي کسان دي او یو لید لري.

هغه وویل، مشورتي بورډ چې نوملړ به یې تغیر شي هم ځکه ډېرې ګټې لري چې د هېواد له بېلا بېلو سیاسي اړخونو جوړ شوی او د سولې په برخه کې ګټور واقع کېږي.   

خو نوموړي په ډاګه کړه، په ټولیز ډول د تصمیم نیولو صلاحیت د سولې د عالي شورا دی، ځکه د خلکو له خوا جوړه شوې او مشروعیت یې هم له خلکو اخیستی. هغه وویل، دغه شوار هم له خلکو سره د سولې طرحه شریکوي.

هغه هېواد ته د کډوالو بېرته راستنېدل د سولې په ټینګښت کې ګټور وبلل.     

د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په دې مراسمو کې وویل، سره له دې چې د سولې د راتلو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی، خو اوس هم سولې ته د رسېدو لپاره ستخې لارې طی کړي.

هغه زیاته کړه، د سولې خبرې چې د هر هېواد او ډلې له خوا مخته یوړل شي د سولې عالي شورا یې هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه، د سولې د رامنځته کېدو او جګړې د پای ته رسېدو لپاره زمینه برابره شوې ده.

نوموړي وویل، سوله باید د دواړو لوریو لپاره په پتمن ډول ټینګه شي او مشري یې افغانان وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: ((ډېر کم بهرنیان په افغان جګړه کې ښکېل دي او کمه قرباني ورکوي، د جګړې زیاتره قربانیان خپله افغانان دي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید یوه ګډه نقطه پیدا کړو، د افغانانو راتلونکي نسلونه باید د جګړې قرباني نشي، سوله د افغانانو غوښتنه ده او موږ د سولې لپاره د هر حرکت ملاتړ کوو.))

د سولې د عالي شورا رییس له سیاسي ګوندونو او څېرو وغوښتل چې په یو لاس د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي او د یو مسوول په ډول د سولې په بهیر کې برخه واخلي.

هغه وویل: ((راځئ د یو بین الافغاني په طریقه سوله مخته یوسو او هېواد مو له دې وضعیت څخه و ژغورو، ټول خلک له جګړې ستړي دي، راځئ سوله وکړو او خپل هېواد ورغوو.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement