ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: له طالبانو سره د سولې په اړه مهمې پرېکړې کېدونکې دي

سرچينه: له طالبانو سره د سولې په اړه مهمې پرېکړې کېدونکې دي

author avatar
19 Dec 2018 - 15:49
سرچينه: له طالبانو سره د سولې په اړه مهمې پرېکړې کېدونکې دي
author avatar
19 Dec 2018 - 15:49

کابل (پژواک،٢٨ليندۍ ٩٧): يوه باوري سرچينه وايي چې له طالبانو سره د سولې په اړه مهمې پرېکړې کېدونکې دي، سوله حتمي ده، خو دا پروسه وخت ته اړتيا لري.

په تېرو دوه ورځو کې د عربي اماراتو په مرکز ابوظبۍ ښار کې د افغانستان د سولې په تړاو د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ په دوه پړاونو کې خبرې شوې دي.

خو نن په ابوظبۍ کې يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اماراتو په ناستو کې هره پرېکړه چې کيږي هغه به د ملت په تله تلل کېږي او د ملي ګټو مطابق به وړاندې ځي.

 ياده سرچينه وايي چې تراوسه نه افغان حکومت او نه هم طالبانو د موقت حکومت غوښتنه کړې ده.

سرچينې په ټولنيزو شبکو کې د موقت حکومت او ځينو نورو موضوعاتو په اړه خپاره شوي خبرونه شايعات وبلل .

دغه سرچينه چې خپله د سولې په خبرو کې مستقيمه برخه لري د سولې اړوند پرمختګونو او خنډونو په اړه يې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

بله خوا يو شمېر بهرنيو رسنيو راپورونه خپاره کړل چې په دغو ناستو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د  موقت حکومت، ټاکنو او اوربند په اړه هم خبرې شوې دي.

خو طالبانو وويل چې په دغو ناستو کې د موقت حکومت، ټاکنو او اوربند په اړه خبرې نه دي شوي.

بل لورته پرون افغان حکومت اعلان کړى و چې د دوى مرکچي پلاوى په ابوظبۍ کې له طالبانو سره د مخامخ ليدنې او خبرو اترو لپاره چمتوالى نيسي.

خو تر دې وړاندې طالبانو په وار وار ويلي چې دوى په دغه برخه کې يواځې له امريکايي مسوولينو سره خبرې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.