ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې محکمې د يوې مېرمنې په ګډون نهه کسان په بند محکوم کړل

ننګرهار کې محکمې د يوې مېرمنې په ګډون نهه کسان په بند محکوم کړل

author avatar
19 Dec 2018 - 10:58
ننګرهار کې محکمې د يوې مېرمنې په ګډون نهه کسان په بند محکوم کړل
author avatar
19 Dec 2018 - 10:58

جلال اباد(پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۷):دننګرهار ولایت استېناف محکمې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دبېلابېلو جرمونو له امله د یوې مېرمنې په ګډون نهه تنه له پنځو څخه تر شلو کلونو په تنفیذي بند محکوم کړل .

د‌ ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل چې ياده پرېکړه تېره ورځ استېناف محکمې اړوند د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي محکمې له لوري شوې ده.

هغه زياته کړه،د دې محکمې د پرېکړې له مخې دوه تنه دقتل په قضیه کې په شل،شل کاله،څلور تنه په دوو بېلابېلو قضیو کې د دوو مېرمنو د وژنې په قضیه کې په شپاړس،شپاړس کلونو، د یوې وژل شوې مېرمنې په قضیه کې د ښکیلتیا له امله یوه مېرمن په اووه کلونو او دوه تنه نور له کور څخه د یوې مېرمنې د تښتوونې او جنسي تېري په قضیه کې په پنځو،پنځو کلونو تنفیذي بند محکوم شول.

د والي وياند زياته کړه چې د قضايي پلاوي له لوري د تورونو پر وړاندې شوې دغه پرېکړې وروستۍ نه دي او دغه خلک کولای شي د تميز محکمې غوښتنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.