جلال اباد(پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۷):دننګرهار ولایت استېناف محکمې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دبېلابېلو جرمونو له امله د یوې مېرمنې په ګډون نهه تنه له پنځو څخه تر شلو کلونو په تنفیذي بند محکوم کړل .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل چې ياده پرېکړه تېره ورځ استېناف محکمې اړوند د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي محکمې له لوري شوې ده.
هغه زياته کړه،د دې محکمې د پرېکړې له مخې دوه تنه دقتل په قضیه کې په شل،شل کاله،څلور تنه په دوو بېلابېلو قضیو کې د دوو مېرمنو د وژنې په قضیه کې په شپاړس،شپاړس کلونو، د یوې وژل شوې مېرمنې په قضیه کې د ښکیلتیا له امله یوه مېرمن په اووه کلونو او دوه تنه نور له کور څخه د یوې مېرمنې د تښتوونې او جنسي تېري په قضیه کې په پنځو،پنځو کلونو تنفیذي بند محکوم شول.
د والي وياند زياته کړه چې د قضايي پلاوي له لوري د تورونو پر وړاندې شوې دغه پرېکړې وروستۍ نه دي او دغه خلک کولای شي د تميز محکمې غوښتنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن