ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د طاهر افریدي او دروېش دراني په ویاړ علمي سیمینار جوړ شو

کندهار کې د طاهر افریدي او دروېش دراني په ویاړ علمي سیمینار جوړ شو

author avatar
19 Dec 2018 - 10:49
کندهار کې د طاهر افریدي او دروېش دراني په ویاړ علمي سیمینار جوړ شو
author avatar
19 Dec 2018 - 10:49

کندهار (پژواک، ۲٨ لیندۍ ۹۷): په کندهار کې د پښتو ژبې د نامتو کیسه لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر پروفیسور دروېش دراني د ادبي خدمتونو په ویاړ یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شو.

دغه سیمینار چې په کندهار پوهنتون کې جوړ شوی و، د افغانستان او پښتونخوا لسګونو پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، او فرهنګیانو په کې ګډون کړی وو.

په دغه سیمینار کې د لر او بر پوهانو، لیکوالانو او شاعرانو، استاد حبیب الله رفیع، اباسین یوسفزي، استاد لال پاچا ازمون، رحمت شاه سایل، محمد صادق ژړک او نورو د دواړو شخصیتونو د ادبي خدمتونو په اړه مقالې او ویناوې وړاندې کړې.

د سیمینار د علمي برخې تر پيل وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغامونه هم وړاندې شول.

په دغو پیغامونو کې راغلي وو چې پروفیسر دروېش دراني د شعر او نظم په ژبه د پښتون قوم د ويښولو لپاره ډېر زیار ایستلی او طاهر افريدي بیاد پښتو ژبې په داستاني ادبياتو کې يو عمر کار کړی او د پښتو ادب دې برخې ته يې خورا زيات خدمتونه کړي دي.

ورپسې د ویناوو برخه کې د کندهار پوهنتون علمي مرستیال څېړندوی انجنیر شېر شاه رشاد وویل، د خوښۍ ځای دی چې په کندهار پوهنتون کې د پښتو ادب د اوسني پېر په منثوره برخه کې د وتلي کیسه لیکونکي طاهر افریدي او په منظومه برخه کې د نومیالي شاعر پروفیسور دروېش دراني د ادبي خدمتونو په ویاړ علمي سیمینار جوړېږي.

هغه زیاته کړه، طاهر افريدی او د هغه هنري او داستاني نثر د پښتو ادب هغه څپرکي دي چې د موضوع له پلوه د پښتني چاپېریال نوي موضوعات، مفاهيم او سوژې په خپله غېږه کې نغښتي دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې نومیالی شاعر پروفیسور دروېش درانی بیا د پښتو ادب په منظومه برخه کې د دې سیمې هغه ځلانده علمي او ادبي څېره ده چې د ولس دردونه او کړاونه یې د شعر په ژبه په ډېر لوی هنر وړاندې کړي او په زړه پورې شاعرۍ یې د هر لوستونکي د زړه پردې رپولې او رېږدولې دي.

د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب وویل، د دغسې سیمينارونو جوړول د لر او بر پښتنو یووالی ښيي.

هغه زیاته کړه:((زموږ خوږه ژبه، لوړ کلتور، يوه وينه او خوی هيڅ ډول سياسي کرښې او پوځي اغزن تارونه نه شي بېلولای.))

نوموړي یادونه وکړه چې له ښه مرغه په دې وروستیو کې په ژوندوني د لر او بر پوهانو، لیکوالانو او فرهنګي هستیو د ستاینې دود او کلتور رامنځته شوی او د لا غوړېدا لپاره یې د افغانستان اسلامي جمهوريت، کلتوري او علمي ادارې د امکان تر بریده زيار باسي.

هغه په دې لړ کې نننی سيمينار یوه ښه بېلګه وبلله او زیاته یې کړه چې د دا ډول سيمينارونو ستراتيژيک او کلتوري مسير ښيي چې د پرمختګ او ودې پر لاره روان يو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.