ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر افغان سولې بل پړاو خبرې راتلونکې مياشت په سعودي کې کېـږي

پر افغان سولې بل پړاو خبرې راتلونکې مياشت په سعودي کې کېـږي

author avatar
20 Dec 2018 - 09:03
پر افغان سولې بل پړاو خبرې راتلونکې مياشت په سعودي کې کېـږي
author avatar
20 Dec 2018 - 09:03

کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٧): د افغانستان په تړاو پرېکنده خبرې به راتلونکې مياشت په سعودي عربستان کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په متحده عربي اماراتو کې تر درې ورځنيو پرله پسې خبرو اترو وروسته کابل ته راغلی دى.

هغه پرون له اماراتو نېغ په نېغه پاکستان ته تللى او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره يې پر وروستيو پرمختګونو خبرې اترې کړې دي.

نوموړي د پاکستان له هغو همکاریو مننه کړې چې د اماراتو د ناستو لپاره يې اسانتياوې برابرې کړې وې.

په ابوظبۍ کې خليلزاد له طالبانو، پاکستان، سعودي او د متحده عربي اماراتو له استازو سره ګډې او جلا ناستې کړې دي.

د اماراتو له ناستو وروسته په کابل کې د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې  د خليلزاد له خولې دا ناستې ګټورې اعلان شوې دي.

بلخوا ځينې سرچينې وايي چې د اماراتو په ناستو کې پرېکړه شوې چې د افغان سولې په تړاو بله مهمه او پرېکنده ناسته به د راتلونکې جنورۍ مياشتې په ١٥مه نېـټه په سعودي عربستان کې ترسره کېږي.

سرچينې د اماراتو د ناستو په اړه ويلي چې په دې کې د طالبانو د قطر دفتر د استازو تر څنګ د طالبانو د مشر ملا هبت الله نږدې استازى ملا امير خان متقي او د حقاني ډلې استازى قاري يحيى هم ګډون کړى و.

ياده سرچينه وايي، په ې ناستو کې د پاکستان د ډیپلوماتانو تر څنګ د پوځ دوو استازو هم برخه اخيستې وه.

د سولې په تړاو پيل شوو هلو ځلو په اړه د افغان چارواکو او خلکو هيله مندي هم زياته شوې ده.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په اماراتو کې د افغان سولې په اړه د امريکا، سعودي، اماراتو او افغانستان ترمنځ تر څلور اړخيزې غونډې وروسته ويلي وو چې سوله راتلونکې ده.

د سولې شورا د دارالانشاء نوي رييس او د ولسمشر سلاکار عمر داوودزي هم پرون د خپلې معرفۍ په مراسمو کې سولې ته هيله مندي ښودلې او ويلي یې دي چې ډېر ژر به افغان مرکچي پلاوي له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو ته اماده شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.