ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ځینې کورنۍ: د افغان- ترک ښوونځیو مدیریت دې د ترکیې حکومت ته نه سپارل کېږي

بلخ کې ځینې کورنۍ: د افغان- ترک ښوونځیو مدیریت دې د ترکیې حکومت ته نه سپارل کېږي

author avatar
20 Dec 2018 - 09:42
بلخ کې ځینې کورنۍ: د افغان- ترک ښوونځیو مدیریت دې د ترکیې حکومت ته نه سپارل کېږي
author avatar
20 Dec 2018 - 09:42

مزارشريف (پژواک، ٢٩ لېندۍ ۹۷): بلخ ولايت کې د يو شمېر هغو زده کوونکو کورنۍ چې اولادونه يې په افغان ترک ښوونځيو کې زده کړې کوي، له افغان حکومته غواړي چې د يادو ښوونځیو مديريت دې د ترکيې حکومت ته نه سپارل کېږي.

دوه کاله مخکې په ترکيه کې له ناکامې کودتا وروسته چې پړه يې جلا وطن فتح لله ګولن پر غاړه واچول شوه، ترکيې حکومت له افغانستانه غوښتنه وکړه چې د افغان- ترک مکتبونو مديريت دوی ته وسپاري.

دغه کورنۍ چې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د افغان- ترک لېسې په انګړ کې راټولې شوې وې، همدا راز يې هيله وکړه چې تعليمې ادارې دې نه سياسي کېږي.

په مزارشريف کې د افغان- ترک لېسې د يوه زده کوونکي پلار انجنير همايون د يادې غونډې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دوی د افغان- ترک ښوونځيو په ملاتړ راټول شوي دي.

هغه زياته کړه چې دوی د ترکيې دولت ته د افغان – ترک ښوونځيو د مديريت پر انتقال اعتراض لري او له افغان حکومت څخه يې هم غوښتنه وکړه چې دې موضوع سر سطحي برخورد ونکړي.

دى وايي ترکيې حکومت ته د يادو مکتبونو د سپارلو موضوع هېڅ ډول قانوني او حقوقي اعتبار نلري.

انجنير همايون وويل: ((موږ ځکه تشويش لرو چې ترکيې حکومت ته د افغان – ترک ښونځيو په سپارلو سره، څه ضمانت شته چې يادو ښونځيو کې د زده کړو اوسنی معيار به نه خرابېږي. ايا د ترکيې دولت به همدومره پاملرنه وکړي، لکه اوس دې ښونځيو ته کېږي.))

د هغه په خبره، د امنيتي ځواکونو لخوا د قووې په استعمال سره د افغان – ترک مکتبونو د مديريت انتقال غير قانوني دی او دا خپله دې ته لاره هواروي چې له تعليمي مرکزونو څخه سياسي استفاده وشي.

نوموړی زياتوي چې افغان- ترک ښوونځيو موضوع يوه حقوقي مسئله ده چې د افغانستان محاکم يې بايد په تړاو پرېکړه وکړي.

وحيده چې څلورو اولادونو يې د مزارشريف په افغان- ترک لېسه کې زده کړې کړې پژواک ته وويل، ياد ښوونځي کې په زده کړو سره يې اولادونه د لوړ استعداد څښتنان شوي او اوس يې چې ګوري د افغان- ترک مکتب اوسنی مديريت بدلېږي، نو دا خواشينې ده.

د هغې په خبره، له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې له افغان- ترک ښوونځي سره په اړيکه کې ده او ګومان کوي چې دغه ښوونځي د خصوصي مکتبونو په ډله کې د لوړ معيار او ښه مقام درلودونکي دي.

مېرمن وحيده له افغان حکومته غواړي چې يادې موضوع ته په داسې ډول رسېدنه وشي چې د افغان- ترک اوسنۍ په تجربو سمبال اداره ړنګه نشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.