ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې له ۱۷۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

غزني کې له ۱۷۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
20 Dec 2018 - 15:39
غزني کې له ۱۷۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
20 Dec 2018 - 15:39

غزني ښار (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٧): غزني کې د وروستيو جګړو او طبيعي پېښو له امله له بېځايه شوو ١٧ سوه کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

د يادو مرستو د وېش پر مهال د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې د نورو ولايتونو په څېر غزني کې هم د وروستيو جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو نورو سيمو ته کډه شوې دي.

ده وويل چې له يو شمېر کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې شوې خو نن له ١٧ سوه کورنيو سره د نغدي مرستو وېش لړۍ پېل شوه.

هغه وايي: ((په دې کې ځينې کورنۍ د طبيعي پېښو له امله بېځايه شوې دي، موږ له هرې کورنې سره د ١٥زره افغانيو مرسته کوو.))

کلیمزي دغه راز څرګنده کړه چې په غزني کې کډوالو ته د دويم ښارګوټي د توزیع پلان هم شته او تر قانوني پړاوونو وروسته به یې عملاً د وېش چارې پیل شي.

خو يوه مرسته اخيستونکي سمیع الله پژواک ته وويل چې دغه مرستې ډېرى وخت مستحقو کسانو ته نه رسېږي.

هغه زياته کړه: ((په لېست کې واسطې والا خلک نيول کېږي، مستحقو خلکو ته يې کله څوک ورکوي، خو بيا هم شکر دى چې نن موږ ته دغه ١٥زره روپۍ ورسېدې.))

خو د غزني د کډوالو چارو رييس عبدالخالق احمدي پژواک ته وويل چې لومړى دوى د مستحقو کورنيو سروې کوي او بيا وروسته مرستې وېشي.

هغه وايي: ((زموږ مرستې شفافې دي، کوښښ کوو چې مرستې اړو کورنيو ته ورسېږي.))

احمدي اندېښنه وښوده چې په ځينو ولسواليو کې د نا امنيو له امله کېداى شي يو شمېر نورې کورنۍ هم غزني ښار ته را کډه شي.

د غزني د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه ولايت په ١٤ ولسواليو کې جګړې روانې دي چې له امله يو شمېر کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.